د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د سفر معترض لا هم د طالبانو په بند کې دی


افغان مدني فعال عظیم عظیمي
افغان مدني فعال عظیم عظیمي

افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون لاریون پلان کړی و.

هغه سفر چې بیا په خپل ټاکلي وخت ونه‌شو.

ښاغلي عظیمي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې بېلابېل مدني فعالیتونه کول په دې وروستیو کې کله نا کله به‌یې د طالبانو حکومت کړنې نقدولې.

د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وایي، هغه‌یې د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیولی.

د دغه ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ادعا کړې: "په جرم‌یې اعتراف کړی چې غرب ته تښتېدلو او د کابل رژیم د چارواکو له‌خوا په هېواد کې د امنیت د خرابتیا په پار یې غوښتل غیر قانوني مظاهرې او لاریونونه وکړي، موږ هېچا ته د هېواد او ولس د امنیت د ګواښلو او خرابولو اجازه نه‌ورکوو."

هڅه مو وکړه د طالبانو د دې ادعا په اړه د ښاغلي عظیمي د کورنۍ یا خپلوانو نظر هم واخلو، خو ونه‌توانېدو.

خو یو شمېر افغان مدني فعالین په دې باور دي چې طالبانو عظیم عظیمي د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه نیولی دی.

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر
کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر

له دې ډلې مدني فعاله امنه مایار وایي: "دا چې د بهرنیو د استخباراتو او کړیو د ګټو لپاره افغان ځوانان نیول او ځورول کېږي، زه فکر کوم د افغانستان ملي روحیې سره اړخ نه‌لګوي، دا د افغانستان د اساسي او مدني قانون خلاف عمل دی."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند بیا د طالبانو له لوري د عظیم نیول د بیان ازادۍ خلاف کړنه بولي: "واضح ده چې یو څوک کله په یو مورد کې خپل نظر څرګندوي یا مظاهره کوي، دا د دوی د نظر د ازادۍ څرګندونه کوي، نو که د دې لپاره یو څوک په غیر عادلانه توګه بندي کېږي او بیا محکمې ته لاسرسی نه‌لري دا ښکاره د دغو مواردو نه سرغړونه ده."

ښاغلی مومند وایي د بشري قوانینو له مخې هر څوک د نظر د څرګندونو، مدني فعالیتونو، سوله‌ییز لاریون او عادلانه محکمې ته د لاسرسي حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له پیله تر اوسه د لسګونو فعالانو او خبریالانو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي چې ډېری یې بېرته بیا خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG