د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

سوداګري او د اړیکو پیاوړتیا د طالبانو او پاکستاني پلاوي د خبرو مهمې برخې وې


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او طالب چارواکو یو بل ته د امنیت په ګډون بېلابېلو برخو کې د همکارۍ دوه اړخیزې ژمنې ورکړي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دې پاکستاني پلاوي د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره جلا جلا غونډې درلودې.

کریمي وايي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه ترسره شوي چې دوه اړخیز تجارت، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، هغه هېواد کې د مهاجرینو ستونزې، د تجارانو د مالونو انتقال او د خط دواړو خواوو ته د تګ راتګ موضوعات په کې شامل دي، په وروستیو کې صفري نقطو ته نژدې ځینې پيښې راپورته شوې وې، دواړو لوریو پرې بحثونه وکړل، امیدواري شته چې ښه نتایج به ولري."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

په دې وروستیو کې په ننګرهار، کونړ، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو مسولانو د پاکستان له خوا پر ډیورند د اغزن سیم درولو په وړاندې اعتراض او د هغوی د کار مخه یې ونیوله.

لا معلومه نه ده چې معید یوسف دغه سفر کې په دې اړه مشخص څه ویلي؟ خو له دې وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي چې نوموړی به په دې اړه له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

پاکستان له دې وړاندې ویلي چې پر ډیورند کرښه یې د اغزن سیم درولو چارې ۹۴ فیصده بشپړې کړې دي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان وایي، له طالبانو سره د لیدو کتو په اجنډا کې د اغزن سیم موضوع او د پاکستاني طالبانو د ګواښ په اړه خبرې کول هم شامل دي.

دی زیاتوي: "د اسلام اباد په ګډون د پاکستان ځینو برخو کې د پاکستاني طالبانو له خوا بریدونه شوي دي، پاکستان کې په دې اړه تشویش دی، نو د طالبانو له حکومت نه به دوی یو ضرور خواهش لاره، په دې خبرو کې او هغه دا چې د پاکستاني طالبانو مخه دې ونیسي، ځکه پاکستان له ډېره وخته دا وایي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، پاکستان لپاره بله موضوع د اغزن سیم پر سر وروستۍ لانجه ده، دا موضوع به ضرور افغان غاړې هم اوچته کړي وي او پاکستان هم."

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان
په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان

پاکستاني طالبانو تېره دسمبر میاشت کې له خپل حکومت سره یوه میاشت اوربند وکړ، خو وروسته یې د اوربند له غځولو انکار وکړ چې ورسره یې بریدونه هم ډېر شول.

پاکستان ادعا لري چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره کې پټن ځایونه لري، خو طالبانو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره د لیدو کتو په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي او له نورو هم ورته عمل غواړي.

دغې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو پر ټاپي، ټاپ، کاسازر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پر پروژو هم خبرې کړي دي.

ټاکل شوې وه معید یوسف د جنورۍ په اتلسمه په دوه ورځني سفر کابل ته راشي، خو هغه مهال یې سفر په ظاهره د هوا د خرابوالي له کبله وځنډید او نوموړی پرون ناڅاپی کابل ته راغی.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا د لوړې کچې دوهم پاکستانی پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي هم د اکتوبر په ۲۱مه کابل ته راغلی و.

پاکستان د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندیښنه ښودلې، افغانستان ته یې د نړیوالو د پام اړولو لپاره غږ اوچت کړی او له خپله اړخه یې هم د پنځه میلیارده پاکستانۍ کلدارو ژمنه کړې ده.

ځینې افغانان او د چارو کتوونکي بیا د پاکستان مرستو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، دغه هېواد تل د افغانستان د حاکمو نظامونو په خلاف ګامونه اوچت کړي دي.

XS
SM
MD
LG