د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: د خبریالانو ضد ۹۰ سلنه تاوتریخوالی طالبانو ترسره کړی


کابل کې د یو شمېر مېرمنو د اعتراض پر مهال له خبریالانو سره د وسله‌والو طالبانو تاوتریخوالی
کابل کې د یو شمېر مېرمنو د اعتراض پر مهال له خبریالانو سره د وسله‌والو طالبانو تاوتریخوالی

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه وايي پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي چې په سلو کې ۹۰يې د طالبانو له لوري ترسره شوې دي.

دغې اتحاديې راپور ورکړی چې د خبریالانو په وړاندې د تاتریخوالي ۱۰ په سلو کې نورې يې د نورو نامعلومو وسله‌والو له لوري ترسره شوې دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۵» په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې تاوتریخوالي کې په سلو کې ۵۰يې لفظي او نیم نور يې وهل ډبول او زندان ته اچول دي.

د یادې اتحاديې د رسنیو مسؤل مسرور لطیفي په دې خبري ناسته کې وویل: "د تاوتریخوالي دا پېښې ۹۰ په سلو کې د طالبانو او پاتې يې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترسره شوې دي، په دې کې یوه پېښه د شدید زخم وه، دا پېښې ۲۰يې په کابل او پاتې نورې يې په نورو ولایتونو کې ترسره شوې دي، موږ له دې اړخه ډېر اندېښمن شوو او د نن ورځې برنامه مو هم د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنې په پار جوړه کړې ده."

د دغو خبریالانو له ډلې نعمت‌الله نقدي چې په کابل کې د اطلاعات روز خبریال دی څو ورځې وړاندې د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې طالبانو وډبوه.

د اطلاعات روز ورځپانې وهل ډبول شوي خبریالان
د اطلاعات روز ورځپانې وهل ډبول شوي خبریالان

هغه چې اوس‌مهال جلاوطنی دی، د سپټمبر په اتمه‌يې په کابل کې د مېرمنو یو اعتراض ته د خبر جوړېدو په هدف تللی و، خو د طالب وسله‌والو له لوري له نیولو وروسته ووهل شو.

ښاغلي نقدي ازادي راډيو ته وویل چې د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو يې د طالبانو له لوري د وهلو قضیه نه‌ده څېړل شوې.

دی زیاتوي: "د یو خبریال په توګه شکنجه شوم، زه په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ته اندېښمن یم، که وضعیت همدغسې دوام وکړي، نو موږ به نور ازادې رسنۍ او مؤثق راپورونه ونه‌لرو او دا د افغانستان د رسنیو د راتلونکي په اړه لویه وېره ده."

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر خبریالانو د طالبانو پرله‌پسې حملې غندلي او له طالبانو يې غوښتنه کړې چې د رسنیو او بیان ازادۍ په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د دفتر یوه برخه
کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د دفتر یوه برخه

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې په سلو کې ۷۰ خبریالان ګواښل شوي دي.

په اعلامیه کې دا شان د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې ته چې د اکټوبر په ۲۱مه د ننګرهار په تورخم کې وشوه او له امله‌يې خبریال صداقت غورځنګ د طالبانو له لوري ووهل شو هم اشاره شوې ده.

خو طالبان وايي چې د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې له لوري خپرې شوې شمېرې سمې نه‌دي.

دوی وايي ښايي د یو شمېر خبریالانو په وړاندې اندک تاوتریخوالی شوی وي چې د دوی له لوري څېړل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل چې دوی د بیان د ازادۍ او رسنیو ملاتړ کوي.

کابل کې طالبانو د ښځو د لاریون پرمهال خبریالان وډبول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00

ښاغلی کریمي وايي: "ااسلامي امارت هڅه کوي چې رسنیو او خبریالانو سره ښې اړیکې ولري او د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي، په کومو پېښو کې چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی شوی، موږ يې څېړو او هڅه کوو چې په راتلونکي کې دغسې څه ونه‌شي، خو کومو ځایونو ته چې ژورنالېستانو ته اجازه نه‌ورکول کیږي باید لاړ نه‌شي، موږ رسنیو ته د فعالیت طرزالعمل ورکړی چې له مخې يې اسلامي او ملي ارزښتونه باید وساتل شي خپل فعالیت وکړي."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ګڼو پېښو راپورونه ورکول شوي دي چې په‌کې نیول، وهل او بندي کول شامل دي.

د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې مسؤلینو څه موده مخکې ویلي و چې په دې هېواد کې ۷۰ په سلو کې ملي او سیمه‌ییزې رسنۍ تړل شوي او په سلو کې نږدې ۷۰ خبریالانو هم خپلې دندې پرېښې دي.

XS
SM
MD
LG