ښځې
کابل کې د ځینو مېرمنو د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه مظاهره وکړه

نن یو شمېر ښځو په کابل ښار کې اعتراض وکړ، دغو ښځو د کار، ډوډۍ او زده کړو شعارونه ورکول.
د اماج خبري اژانس په حواله چې دا ښځې د طالبانو د امر بل معروف او نهی عنی المنکر وزارت مخې ته راټولې وې او د خپل بد اقتصادي وضعیت او کار ته د هغوی د نه پرېښودو په خاطر یې اعتراض وکړ.
اماج ویلي چې طالبانو د دغه اعتراض مخه ونیوله او یو شمېر خبریالان یې هم ووهل.
طالبانو تردې دمه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د اګسټ په پنځلسمه کله چې طالبان پر کابل واکمن شوي، ډېر شمېر ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ده ورکول شوې، خو نجونې په یو محدود شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته ځي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ډېری افغان نجونو انلاين زدهکړو ته مخه کړې

په افغانستان کې پر نجونو د تعلیم د بندیز له دوام سره ګڼو نجونو انلاین زدهکړو ته مخه کړې، خو د راپورونو له مخې کمزوری انټرنیټ د دغو زدهکوونکو لویه ستونزه ده.
رویټرز اژانس په یوه تازه راپور کې د (رومي) په نوم د یوې انلاین اکاډمۍ یادونه کړې چې لومړی یې پنځوس خو اوس پنځه سوه افغان زدهکوونکې لري.
یو شمېر افغان زدهکوونکو له رویټرز سره په خبرو کې د سپیس ایکس له اجرایي مشر ایلن ماسک نه غوښتنه کړې چې د اوکراین او ایران په څېر دوی ته هم د سپوږمکۍ له لارې د انټرنیټ زمینه برابره کړي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي له وړاندې بند کړي دي، خو تېره دسمبر میاشت کې یې د دوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند کړل.
دوی وایي، له تخنیکي پلوه د نجونو د زدهکړو دوام ته لا زمینه نهده برابره شوې، خو نړیوال بنسټونه او د ښځو فعالانې بیا طالبان تورنوي چې نجونې او ښځې یې له عمومي صحنې ګوښې ته کړي.
رينا اميري: د طالبانو له ژمنو سره د ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي

رینا امیري پرون له یوې ویډیو سره چې له تعلیم د یوې بېبرخې شوې نجلۍ څرګندونې پهکې دي، لیکلي: "د طالبانو له ګڼو ژمنو سربېره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي."
نوی تعلیمي کال یو وار بیا په داسې حال کې پیل شو، چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړل شوې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.
د طالبانو پر دغو محدودیتونو په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.
ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو او ښځو پر وړاندې محدوديتونه ليرې کړي

ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، روانه اوونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو ملیون زیات نجونې به اجازه ونهلري چې ټولګیو ته لاړې شي.
یوناما پر افغانستان واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.
یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا Fran Equiza وویل، چارواکي باید د ټولو زدهکونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولای شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زدهکړې وکړي.
هغه نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، موږ خوښ یو چې ملیونونه هلکان او نجونې د لومړنیو ښوونځیو ټولګیو ته راستنیږي.
خو بیا هم، موږ په ژوره توګه مایوسه یو چې ځوانې نجونې بېرته خپلو ټولګیو ته نه ځي.
قطر پرون د یوې غونډې کوربه و چې، د طالبانو د پوهنې وزیر هم برخه پهکې اخیستې وه او خبرې هم په افغانستان کې د تعلیم پر راتلونکې متمرکزې وې.
خو په هغه اعلامیه کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې د دې یادونه نهده شوې چې، پر افغانستان واکمنو طالبانو دې ژمنې کړې وي چې په نږدې راتلونکې کې به ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي.
د طالبانو پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو ټول ښوونکي او خدماتي پرسونل بايد ښځينه وي

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوسمهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي.
دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړنلارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي.
خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بېبرخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو پرېکړه یې تر بل امر پورې ځنډولې، نهدي ویلي چې ولې په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ستونزه نهده هواره شوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، د نوي تعلیمي کال لپاره رسمي مراسم نن د کابل په اماني لېسه کې جوړ شوي و چې، د طالبانو د پوهنې وزرات او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو پهکې ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې نن چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانيستل شوي، په ټولګیو کې تدریسي بهیر نهدی پيل شوی، ځکه زدهکونکي خبرنه وو چې نن زدهکړې پیلیږي.
د فرانس پرس اژانس د راپور لهمخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې، نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانيستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زدهکونکي خبر نهدي چې ښوونځي پرانيستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نهدی کړی.
په کابل کې د سیدال ناصري د هلکانو د لېسې یوه ښوونکي محمد عثمان عطایي فرانس پرس ته ویلي، د پوهنې د وزیر لهخوا یو مکتوب چې د دوی سر ښوونکي ته رسېدلی پهکې ویل شوي چې، نن ښوونځي پرانیزي خو دا چې رسمي اعلان نهدی شوی زدهکونکي نهدي ورغلي.
د فرانس پرس خبریالانو په کابل کې له اووه ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتو په شمار ښوونکي او د ابتدایي زدهکړو څو زدهکونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زدهکړې نهدي پیل شوي.
د تېر۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په دوهمه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنهکړل شوه چې زدهکړو ته دوام ورکړي.
په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده.
په کابل کې د فرخندې د وژل کېدو اته کاله پوره شول

نن د کب ۲۸مه، کابل کې د فرخندې د وژل کېدو اته کاله پوره شول.
په هغه ورځ یوه ډله پارېدلو کسانو فرخنده قران ته د سپکاوي په تور لومړی سنسګار او بیا یې تر وژلو وروسته مړي ته اور واچاوه.
په شاه دوشمشېره زیارت کې یوه تعویذ لیکونکي پر فرخندې ملکزاده تور ولګاوه چې قران کریمیې سوځولی، خو وروسته ثابته شوه چې دا تور ناحقه و.
په تېر حکومت کې د دې قتل په اړه د ځینو کسانو د محاکمې او زنداني کېدو خبرونه هم ورکړل شوي وو،اوس معلومه نه ده چې اصلي قاتلین چیرې دي؟
سراج الدین حقاني: د نجونو پر تعلیم بندیز دایمي نه دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یوځل بیا د نجونو د تعلیم په ملاتړ څرګندونې کړي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون خبر ورکړ چې حقاني د متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې اسلام پر ښځو او نارینه تعلیم فرض ګرځولی دی.
د خبر له مخې نوموړي همداراز ویلي چې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز دایمي نه دی.
طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په پیل کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بندې کړې او سږکال یې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه چې دا اقدامات په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ شول، خو حقاني او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي په ګډون ځینو طالب چارواکو کله ناکله په غیرمستقیم ډول د نجونو د تعلیم په پلوي خپل غږ اوچت کړی دی چې په غبرګون کې یې د طالبانو لوی مشر د طالبانو په لیکو کې د مشر د اطاعت مسئله رابرسېره کړې ده.
د سراج الدین حقاني د پرونیو څرګندونو په اړه تر اوسه د طالبانو نورو مشرانو څه نه دي ویلي.
د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان غړیتوب په اړه بحث کوي

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا راتلونکې اوونۍ په دې شورا کې د افغانستان د غړیتوب په اړه په دې خاطر بحث وکړي چې د افغان نجونو لوبډله له افغانستانه وتلې ده.
د افغانستان د کرکټ د نجونو لوبډله ۲۰ میاشتې پخوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان او له هغه ځایه استرالیا ته لاړه.
د کرکټ د نړیوالې شورا له مقرراتو سره سم، د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان باید د ښځو لوبډله هم ولري.
په پام کې ده چې د کرکټ نړیواله شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ په دې اړه په دوبۍ کې غونډه ولري.
سرچینه: بریتانیا ته د افغان ښځینه فوټبالرانو پر ځای نور کسان بیول شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوه سرچینه تاییدوي چې یو شمېر داسې کسان بریتانیا ته د ښځینه فوټبال د لوبغاړو په نوم لېږل شوي چې په ټول عمر کې یې فوټبال نه و کړی.
دې سرچینې دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې په بریتانیا کې په یوه څېړنه کې څرګنده شوه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه د ښځو د فوټبال د لوبغاړو په نوم بریتانیا ته یو شمېر بیول شویو ښځو په خپل عمر کې فوټبال نه و کړی.
د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم ۳۵ لوبغاړې د خپلو کورنیو له ۱۳۰ غړیو سره له پاکستان څخه بریتانیا ته په الوتکه کې یووړل شوې.
مېل ورځپاڼې پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې دغو نجونو او ښځو ته، چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ وو، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له دې کبله ویزې ورکړې چې د فوټبال کولو په خاطر د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.
خو په یوه څېړنه کې څرګنده شوې چې د دغو ۳۵ کسانو په درېیو کې یوې برخې یې اصلاً په خپل ټول عمر کې فوټبال نه دی کړی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د ځینو انجيوګانو له لوري د ملي لوبډلې غړي معرفي شوي دي.
سرچینې تایید کړه چې یو شمېر داسې کسان د فوټبال د ملي لوبډلې د غړیو په نامه بریتانیا ته استول شوي چې په خپل عمر کې یې فوټبال نه دی کړی.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې د افغان نجونو او مېرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
اسټرالیایي ورځپاڼې مندریان د مېرمن وانګ په حواله لیکلي، که پر ښځو د طالبانو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، افغانان به له ناوړه پایلو او راتلونکې سره مخامخ شي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې، دوی به افغان مېرمنې له یاده ونه باسي.
طالبانو چې حکومت یې پرون ۱۹ میاشتنی شو، د واکمنۍ له همغو لومړیو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل.
د دوی حکومت تېره دسمبر میاشت کې د نجونو لوړې زدهکړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې.
طالبان وایي، دوی د نجونو د تعلیم مخالف نهدي، خو په موقت ډول یې د دوی د تعلیم چارې ځنډولي دي.
ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی.
ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي.
هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د طالبانو له مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو تعهد ښيي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د منظمو اقداماتو په ترڅ کې لومړی د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او بیا یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شول چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.