د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه‌څېړل کېږي


د طالبانو یو وسله‌وال سرتېری چې په کابل کې یو خبریال د ښځو له اعتراضونو له انځور اخیستو منع کوي. September 30, 2021
د طالبانو یو وسله‌وال سرتېری چې په کابل کې یو خبریال د ښځو له اعتراضونو له انځور اخیستو منع کوي. September 30, 2021

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه اندېښنه ښيي چې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې قضیې نه‌څېړل کېږي.

دې کمېټې په یوه اعلامیه کې لیکلي، له ډېرو هڅو سره سره له یو څو محدودو قضیو پرته، د طالبانو له‌خوا خبریالانو سره شوي تاوتریخوالي ته ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

په دې کمېټه کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو مسؤل جمیل وقار د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو تر دا مهاله، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۵ قضیې ثبت شوي، خو تر اوسه نه‌دي څېړل شوي.

دی وايي، د دوشنبې په ورځ د اینې ټلوېزیون خبریال د کابل په ۱۰مه حوزه کې د طالبانو له‌خوا له تاوتریخوالي سره مخ شو.

ښاغلی وقار زیاتوي: "د دوشنبې په ورځ د جمال‌الدین کمال‌زاده په نوم یو خبریال د ۱۰مې حوزې شهرنو پارک په سیمه کې د راپور چمتو کولو پر مهال د طالبانو له لوري وهل ډبول شوی. موږ مسئله له اسلامي امارت سره شریکه کړې، دوی وعده کړې چې وبه‌یې څېړي."

د طلوع خصوصي ټلوېزیون یوه برخه
د طلوع خصوصي ټلوېزیون یوه برخه

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ ناوخته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپله فېسبوک‌پاڼه ولیکل، د یادې کمېټې له هڅو سره سره، له یو څو قضیو پرته، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په تړاو د طالبانو له‌خوا ځواب نه‌دی ورکړل شوی، هغه ادعا چې طالبانو یې تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

بل لور ته یو شمېر هغه خبریالان چې تاوتریخوالی ورسره شوی وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره‌یې د کار ساحه محدوده شوې.

ناصر بوستان چې یوه میاشت دمخه په کابل کې د یوه لاریون پر مهال د طالبانو له لوري وهل شوی وايي: "یوه میاشت دمخه د دوهمې حوزې مخ ته ښځو لاریون کړی و او موږ د راپور چمتو کولو لپاره ورغلي وو، طالبان راغلل او ټول‌یې وشړل، ما خپل اسټنډپ ثبت کاوه او ژوندی راپور مې ورکاوه، دوی زه د ټوپک په میل ووهلم او دوهمې حوزې ته‌یې بوتلم. درې، څلور ساعته حوزه کې وم او هلته‌یې بیا ووهلم او له ما یې دا ژمنه واخیسته چې له دې وروسته به دا راز راپورونه نه‌جوړوم، بیا یې را پرېښودم."

ناصر له طالبانو غواړي چې دا ډول قضیې دې وڅېړي او د خبریالانو لپاره دې کاري اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان هم د ښځو له لاریون څخه د راپور چمتو کولو پر مهال د طالبانو له لوري ونیول شول او له سختې شکنجې وروسته بېرته خوشې شول.

د اطلاعات روز ورځپاڼې وهل ډبول شوي خبریالان
د اطلاعات روز ورځپاڼې وهل ډبول شوي خبریالان

خو طالبان دې اندېښنو ته څه ځواب لري؟

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند او د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس سعید خوستی ډاډ ورکوي چې دا ډول قضیې به وڅېړل شي: "نن موږ ته خبر راورسېد چې په ۱۰مه حوزه کې یو خبریال د طالبانو له لوري وهل شوی. موږ دا قضیه څېړو، که داسې یوه پېښه شوې وي، موږ یې عاملان د قانون منګولو ته وسپارو. اسلامي امارت د خبریالانو حقونو او د هغوی خوندیتابه ته ژمن دی."

ښاغلی خوستی وايي، هر هغه خبریال چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کومې پېښې سره مخ کېږي، د حوزو امنیتي مسؤلانو ته دې خبر ورکړي، څو د ستونزو حل ته ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG