د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه: ځیني خلک د خبریالانو له نوم په استفادې بهر ته ایستل شوي


ارشیف
ارشیف

د خبریالانو له نوم نه په استفادې سره بهر ته د ځینو خلکو د لېږلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو په یوه غونډه کې په دې اړه غبرګون وښود.

د دې بنسټونو غړي وايي، یو شمېر خلک د خبربالانو له نوم څخه په استفادې او د جعلي اسنادو په جوړولو سره له هېواد ایستل شوي دي، خو هغه خبریالان چې هره ورځ له جدي ګواښونو سره مخ دي لاهم په هېواد کې دي.

د مدني ټولنو او ژورنالېستانو د ګروپ مشر ناصر اخترزي په کابل کې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۵» د دغه کنفرانس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، ځینو بنسټونو چې خپل ځانونه‌یې د رسنیو ملاتړ کوونکي معرفي کول، د پیسو په بدل کې خلکو ته جعلي اسناد ورکړي او هغوی د خبریالانو په نوم له هېواد ایستل شوي دي.

ښاغلی اخترزی زیاتوي: "په افغانستان کې زه غواړم یو شمېر د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته ووایم چې دوی تل ویلي د خبریالانو له حقونو دفاع کوي او د خبریالانو د مصونیت په برخه کې کار کوي، خو په دې وروستیو کې له دوی یو شمېر کمېشنکاري پیل کړې او خلکو ته د پیسو په بدل کې جعلي اسناد ورکوي. زموږ ژورنالېستان واقعاً په ستونزو کې دي، د دوی معاشونه کم شوي یا یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او دوی ډېرې اقتصادي ستونزې لري، حتی دفتر ته د تګ لپاره د موټر کرایه هم نه‌لري."

کابل کې یوه خصوصي رسنۍ
کابل کې یوه خصوصي رسنۍ

په ورته وخت کې، یو شمېر خبریالانو هم ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې د خبریالۍ په جعلي اسنادو اروپایي یا امریکا یا لوېدیځو هېوادونو ته تللي، باید د دوی اسناد په دقت سره وڅېړل شي.

فرخنده محبي او سراج‌الدین پټان دوه تنه ازادو خبریالانو په دې اړه وویل: "نننی کنفرانس د خبریال له نوم څخه په استفاده د خصوصي شرکتونو د خپلوانو لېږدولو په اړه و. دا مسئله باید جدي تعقیب شي او ولې له خبریال سره دا ډول دوکه کېږي."

"که ځیني هېوادونه د خبریالانو ایستل غواړي او یا ځیني خبریالان چې د هېواد پرېښودو ته لېواله دي، نو نړیواله ټولنه باید د هغوی اسناد وڅېړي ترڅو دا ثابته کړي چې دا کس خبریال، تصویر اخیستونکی یا د رسنیو کارکوونکی دی."

وړاندې د سپټمبر په ۲۵مه بلومبرګ رسنۍ راپور ورکړی و چې ځیني امریکایي چارواکو او هغه بنسټونو چې د افغان ژورنالېستانو ایستلو لپاره پیسې ورکړې وې غوښتل‌یې چې ۱۸۸ خبریالان چې ژوند یې په خطر کې و له کابل څخه ابوظبي ته انتقال کړي.

خو سرچینه لیکي چې کام ایر هوايي شرکت د دې خبریالانو پر ځای د یاد شرکت ۱۵۵ کارکوونکي او د دوی د کورنۍ غړي لېږدولي دي.

مقدونیه کې د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه
مقدونیه کې د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د موضوع په اړه د کام ایر شرکت نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي وویل چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

ښاغلی کریمي وايي: "داسې ښکاري چې کام ایر خپل کارکوونکي لېږدولي دي. موږ په دې مسئله څېړنه پیل کړې او پایله به‌یې وروسته له تاسو سره شریکه کړو. ځینې رسنۍ هم شکایت کوي چې د دوی معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او له اقتصادي پلوه کمزوري شوي، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې داسې ادارې وې چې رسنۍ یې تمویلولې، د اشغال په پای ته رسېدو سره دغو بنسټونو د رسنیو له ملاتړ څخه لاس اخیستی دی."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره داسې راپورونه خپاره شول چې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان هم چې له بېلابېلو هېوادونو سره‌یې کار کړی و له افغانستان ووتل، خو اوس داسې ښکاري چې دا بهیر هم روڼ نه‌و.

خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه وايي، که د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي په اعتراضونو به لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG