د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ځیني افغان خبریالان: د طالبانو له واکمنېدو راوروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی


کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خبر څانګه
کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خبر څانګه

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د روانو حالاتو دوام ته سخت اندېښمن دي.

یو شمېر کابل مېشتي خبریالان وایي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی دی. دوی وايي، خبریالان اوس په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال ذبیح‌الله جهانمل وايي: "د طالبانو له راتګ سره اوس یو شمېر رسنۍ نه‌شي کولای د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره ساحې ته لاړ شي، په ډېرو مواردو کې موږ ولیدل چې خبریالان نه‌پرېښودل کېږي ان تر دې چې وهل کېږي او وسایل‌یې ترې واخیستل شول."

د ښاغلي جهانمل په خبره، راتلونکی نظام باید ژر تر ژره د رسنیو او خبریالانو په وړاندې پرتې ستونزې ختمې کړي.

طالبانو شااوخوا ۲۱ ورځې وړاندې د کابل په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول، له دې چارې سره ډېرو رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه او ګڼ خبریالانو افغانستان د نه‌خونديتوب له امله پرېښود.

د کابل پر هوايي ډګر د یو شمېر وسله‌والو طالبانو ولکه
د کابل پر هوايي ډګر د یو شمېر وسله‌والو طالبانو ولکه

په کابل کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال سید عمر سحر بیا روانو حالاتو سخت وېرولی او وايي چې که حالات کابو نه‌شي په افغانستان کې د رسنیو په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راونې ژر له‌منځه تللی شي.

ښاغلی سحر زیاتوي: "د طالبانو له راتګ سره ډېری رسنۍ وتړل شوې او ګڼ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې‌کاره شول او هغه رسنیو چې د بازار له اقتصاده به‌یې ځان چلاوه هغه اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

موږ هڅه وکړه چې په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو نظر هم په دې اړه راواخلو، خو دوی له موږ سره په دې برخه کې له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې طالبان بیا د افغان خبریالانو دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې دوی د اطلاع‌رسونې او همداراز د رسنیو د فعاله ساتلو په برخه کې ژمن دي.

د طالبانو د مطبوعاتي ټیم غړي بلال کریمي نن ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه‌شته.

کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خپرونو د کنټرول څانګه
کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خپرونو د کنټرول څانګه

ښاغلی کریمي وايي: "د خبریالانو دا اندېښنې بې‌ځایه دي او د رسنیو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه‌شته، ټولې رسنۍ کولای شي د اسلامي اصولو، ژبنۍ او قومي مسایلو په نظر کې نیولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکړي."

د طالبانو د مطبوعاتو دغه غړی وايي، هغه رسنۍ چې فعالیت نه‌کوي د دوی له‌خوا نه‌دي تړل شوي، بلکې خپله رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

نوموړی ډاډ ورکوي چې هېڅ رسنۍ ته خنډ موجود نه‌دی او دوی کولای شي د اسلامي اصولو په رڼا کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG