د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

ځینې خبریالان: نړیواله ټولنه دې د وضعیت تر ښه کېدو موږ خوندي ځای ته ولیږدوي


افغان خبریالان
افغان خبریالان

یو شمېر افغان خبریالان وايي، د دوی ژوند له خطر سره مخ دی او غواړي چې د وضعیت تر ښه کېدو له افغانستانه وویستل شي، خو تر اوسه د دوی غوښتنو ته په ملي او نړیواله کچه چا مثبت ځواب نه دی ویلی.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر مخته سره را ټول شوي وو، په یو پرېکړه لیک کې یې له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه وکړه.

دغه پریکړه لیک د یو تن خبریال جواد سروش له لوري ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو: "له نړیوالې ټولنې غواړو، د افغانستان د وضعیت تر ښه والي پورې دې، موږ امن ځای ته ولېږدوي."

په پریکړه لیک کې یادونه شوې چې کابل کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه تړل شوي او اوس مهال له افغان خبریالان او سره د دوی په خبره تاوتریخوالی روان دی.

په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې دوی زیاتره ملي او نړیوالو بنسټونو سره اړیکې نیولي، خو په وینا یې تر اوسه د ژورنالیستانو د ملاتړ ملي او نړیوالو بنسټونو نه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دولسو ورځو کې چې طالبانو له پنجشیر پرته ټول افغانستان نیولی، له خبریالانو سره د زور زیاتي دوه پېښې ثبت شوې.

د دغه تاوتریخوالي تر ټولو وروستۍ پېښه د طالبانو له لوري په کابل ښار کې د طلوع نیوز خبریال او کمره مین وهل ډبول دي.

تېره اوونۍ بیا په جلال اباد کې ښار کې دوه خبریالانو چې له ملي بېرغ د ملاتړ لاریون پر مهال یې خبرونه او ویډیوګانې چمتو کولې، د دوی په وینا د سیمه ییزو طالب وسله والو له لوري وهل ډبول شوي دي.

په ورته وخت د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق وايي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې به په جدي ډول وڅېړي.

وروسته له هغې چې طالبان د روانې اګست میاشتې په ۱۵مه کابل ته ننوتل، د بهرنیو ځواکونو په مرسته ځینې خبریالان له افغانستانه ووتل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG