د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

ننګرهار کې 'طالبانو' د اریانا ټلوېزیون او پژواک خبري اژانس خبریالان ډبولي


برافراشتن پرچم ملی افغانستان از سوی برخی از شهروندان ننگرهار در شهر جلال آباد.
برافراشتن پرچم ملی افغانستان از سوی برخی از شهروندان ننگرهار در شهر جلال آباد.

په ننګرهار کې د اریانا ټلوېزیون او پژواک اژانس سیمه‌ییز خبریالان وايي چې نن سهار د سیمه‌ییزو طالبانو له لوري سخت ووهل شول.

دوی وايي په ښار کې يې د روان وضعیت په اړه له ښاریانو سره مرکې کولې چې یو شمېر ځوانان د افغانستان د ملي بیرغونو سره یوځای ښار ته راووتل او د بیرغونو د ځړولو هڅه‌يې کوله.

دوی وايي د جلال‌اباد ښار په پښتونستان واټ کې کله چې یې د دغو ځوانانو وېډیو اخیسته د طالبانو له لوري سخت ووهل شول.

د اریانا ټلوېزیون تصویر اخیستونکي محمود نعیمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ ښار ته په راپور پسې راوتلي وو کله مو چې کار خلاص شو دلته مظاهره شروع شوه، موږ چې د مظاهره‌چیانو وېډیوګانې اخیستې د امارت وسله‌والو پر موږ ګوزارونه وکړل، په کنداغونو یې ووهلو، په څپېړو یې ووهلو، کش‌یې کړو د ولایت مخې ته هلته یو کس ترېنه خلاص کړو."

د پژواک آژانس تصویر اخیستونکی زړګی امیرزاده هم ورته خبره کوي او غوښتنه کوي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي باید د دغه قضیې پوښتنه وکړي.

ښاغلی امیرزاده زیاتوي: "پښتونستان واټ کې ولاړ وو چې بیرقونه په لاسونو لاریون کوونکي راغلل، زنده باد افغانستان او زنده باد بیرق چیغې یې وهلې، موږ چې د دوی وېډیو اخیستل شروع کړ ناڅاپه له شانه په کنداغونو ووهل شو، لس دولس کسان زما نه تاو ول او موږ یې دې خوا هغې خوا کش کولو، ګوزارونه او ډزې یې راباندې وکړې."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد غبرګون واخلو، خو نوموړي تر دې دمه زموږ پیغام نه‌دی ځواب کړي.

پژواک خبري اژانس هم په دې تړاو پر خپل فېس‌بوک پاڼه خبر خپور کړی، خو اریانا ټلوېزیون لا کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

په کابل کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې، نی دا پېښه تأیید کړې او ویلي دي چې په دې تړاو څېړنې کوي.

په همدې حال کې په ختیځ کې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل یوسف ظریفي ازادي راډیو ته دا پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل چې طالبان باید د بیان د ازادۍ په برخه کې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

په ورته مهال د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې دا پېښه غندلې او د طالبانو له مشرتابه‌یې غوښتنه کړې ده چې د یادې پېښې جدي پلټنه وکړي.

د دې کمېټې مسؤل عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټه نن په ننګرهار کې د اریانا او پژواک د خبریالانو وهل او ډبول اندېښمنه کړې ده، موږ د طالبانو له رهبرۍ غواړو چې د پېښې ژوره پلټنه وکړي او عاملین‌یې د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړل شي."

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږی چې همدا یوه ورځ وړاندې په کابل کې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد د رسنیو د ازادۍ ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې د کار پر مهال به هېڅوک خبریالانو ته سرخوږی نه‌جوړوي.

XS
SM
MD
LG