د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

لاریونونه؛ چارواکي: طالبانو د اطلاعات روز ۲ خبریالان وهلي او شکنجه کړي


ارشیف، کابل کې لاریونونه
ارشیف، کابل کې لاریونونه

د طالبانو د واکمنۍ نږدې ۲۵ ورځې وشوې خو داسې کمې ورځې تېرې شوي چې د خبریالانو، مدني فعالانو، ښځو او بشرپالو د وهل ټکولو راپور نه وي ورکړل شوی.

پرون چهارشنبه هم یوه داسې ورځ وه. د اطلاعات روز ورځپاڼې د دوو خبریالانو عکسونه د دې ورځپاڼې د چارواکو له خوا خپاره شوي و او په کې د دغو خبریالانو په بدنونو د سختو ګوزارونه شنې او سرې ردې ښکارېدې.

د دې ورځېانې مدیر مسوول ذکي دریابي ازادي راډیو ته وویل چې دوه خبریالان یې تقي دریابي او نعمت الله نقدي په کابل ښار کې د ښځو د مظاهرو د پوښښ پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوي او سخت وهل شوي وو.

دریایي زیاته کړه:"زموږ همکاران شااوخوا څلور ساعته وروسته خوشې شول، مګر کله چې دوی دفتر ته ورسېدل، له بده مرغه ان په اسانۍ سره نه شوای تللی او د دوی د بدن په ډېری برخو کې د شکنجې او وهلو نښې لیدل کیدې."

کابل کې د مېرمنو لاریونونه
کابل کې د مېرمنو لاریونونه

د ښاغلي دریابي په وینا، د دې رسنۍ پنځه کار کوونکي پرون نیول شوي وو، دوه یې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال او دوه اوونۍ استراحت ورکړل شو.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر خبریالان د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه لاریون د پوښښ پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شول او څو ساعته وروسته خوشې شول.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې دا خبریالان نه وو پیژندل شوي او نه یې د کار اجازه نامې درلودې.

که څه هم طالبانو ټینګار کړی چې ژورنالیستان به په ازاده توګه فعالیت کوي، خو په څه باندې شلو ورځو کې په بې شمېره خبریالانو باندې د طالبانو له خوا لاس پورته شوی او وسایل یې ترې اخیستل شوي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې مدیر مسوول ذکي دریابي زیاتوي، دوی له طالبانو د ښو هیله درلوده خو تمه یې برعکس وخته: "موږ هیله درلوده چې طالبان به د بیان د ازادۍ په اړه رسنیو او نړیوالې ټولنې ته څه وايي، کره او رښتینې خبره به وي. مګر متاسفانه په وروستیو ورځو کې د دوی چلند له خبریالانو سره وګورئ دا ښکاروي څه چې د دوی مشرتابه د بیان د ازادۍ په اړه وايي، له هغه څه سره چې خبریالانو سره پیښیږي په ټکر کې دي."

په وروستیو څو ورځو کې د کابل ښار او د افغانستان یو شمېر ولایتونه د لاریونونو شاهد دي، خو لاریونوال اکثر د طالبانو له تاوتریخجن چلند شکایت لري.

داسې اکثر پېښې راپور شوي چې طالبانو د لاریون کوونکو د شړلو لپاره هوایي ډزې کړي او یو شمېر لاریون کوونکي او خبریالان یې نيولي یا يې لاس پرې پورته کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د لاریون پر مهال د خبریالانو د نیولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې لاریون خپل اصول لري چې باید رعایت شي.

مجاهد زیاته کړه: "هغه مظاهرې چې موږ یې اوس وینو خپل سرې دي او ګډوډي په کې پارول کېږي. موږ هغه حلقې پیژنو او پوهیږو چې د دې لاریونونو تر شا دي او له بهره د بحران رهبري کوي، هڅه کوي ، ګډوډي رامنځته شي. ښار په ګډوډۍ او خلک هم اندېښمن وي. "

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي لاریونونه خپل اصول لري.
د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي لاریونونه خپل اصول لري.

مجاهد دا هم وویل، تر هغو لاریون ته اجازه نشته چې قانوني ادارې برحاله شوې نه وي او د مظاهرو قوانین او لوایح نه وي واضح شوي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا پرون د طالبانو په وروستیو کړنو اندېښنه ښودلې.

د دغه سازمان د جَنوبي اسیا د کمپاینرې سمیرا حمیدي په حواله په یوه اعلامیه کې راغلي: "طالبانو په وار- وار ټینګار کړی چې دوی به بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو دا ادعاوې د هغه څه سره په بشپړ ډول توپیر لري چې اوس مهال د افغانستان په ښارونو کې لیدل کېږي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم پرون له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې د خبریالانو او فعالانو په وړاندې د طالبانو د زور زیاتي د راپورونو په تړاو وویل چې د طالبانو کړنې څاري او مهمه ده چې ښکاره شي ایا دا تاوتریخجنې کړنې د دوی تګلارې دي یا که څه پالیسیانې هم لري.

ښاغلي بلېنکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات او د نړۍ ډېری هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG