د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

په هرات کې د نیول شوي عکاس کورنۍ: نه پوهېږو چې صمدي چېرته دی؟


ارشیف
ارشیف

په هرات کې د طالبانو له خوا د عکاس خبریال له نیول کېدو څلور ورځې وروسته هم، د هغه په اړه معلومات نشته.

د مرتضی صمدي کورنۍ وايي، د هغه د برخلیک په اړه بې خبره دي.

صمدي د طالبانو له خوا په هرات کې د معترضینو د عکس اخیستو پر مهال نیول شوی او داسې ویل کیږي چې د طالبانو د ملي امنیت په اداره کې دی.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ښيي چې صمدي د اعتراض کوونکو له منځه نیول کېږي او د ولایت مقام ته وړل کېږي.

کورنۍ یې وايي، د صمدي له نیول کیدو څلور ورځې تیریږي خو په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

د مرتضي صمدي ورور مصطفی صمدي ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو هڅو او بېلابېلو دفترونو ته له تلو وروسته روښانه شوه چې صمدي د طالبانود ملي امنیت په اداره کې دی.

دی وايي، نه پوهیږي چې وروریې ژوندی دی او که نه.

ده د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او خلکو وغوښتل چې دده د ورور د خوشې کېدو لپاره غږ پورته کړي: "څو ځلي مو هڅه وکړه چې مرتضی ووینو، په خواشینۍ چې مخه مو ونیول شوه، له څلورو ورځو وروسته بیا هم د هغه په اړه معلومات نه لرو، یوازې دومره راته وویل شول چې په ملي امنیت کې بندي دی، دومره هم ونه توانېدو چې د هغه د روغتیا په اړه معلومات ولرو."

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات د والي مرستیال مولوي شېر احمد عمار ویلي چې صمدي اعتراض کولو ته د خلکو د هڅونې له امله نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان، تاجکستان او ایران د بې پولې خبریالانو د سازمان مسوول رضا معیني ویلي چې طالبانو یو شمېر خبریالان د څو ساعتونو لپاره نیولي دي.

دده په خبره د طالبانو دغه اقدام د رسنیو د فعالیتونو خلاف دی او دا چې وايي، رسنیو ته درناوی لري، د دوی وینا نقض کوي.

ښاغلي معیني له طالبانو وغوښتل چې د بیان د ازادۍ اصل ته درناوی وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي: "له اعتراضونو څخه د خبري پوښښ پر مهال چې په افغانستان کې مهم اتفاق دی، د یو شمېر خبریالانو نیول د بیان او د اطلاع رسولو د ازادیو خلاف عمل دی."

د طالبانو منابعو تازه په دې له اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو مخکې له دې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په څو ځلي په خپلو خبرو کې ویلي چې د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې هېڅ دول خڼد نشته.

په وروستۍ اوونۍ کې د معترضینو په اړه د خبري پوښښ پر مهال په ټول افغانستان کې شااوخوا شل خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي چې له تحقیق وروسته خوشې شوي دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې تېره اوونۍ په یوې اعلامیه کې لیکلي چې په کابل کې د اعتراضونو پر مهال ۱۴خبریالان نیول شوي، خو بېرته خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG