د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د تنخوا نه‌ترلاسه کولو په اړه په کابل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو د خبریالانو اعتراض


ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

د یو شمېر خصوصي رسنیو کارکوونکو خبریالانو د خپل تنخواګانو د نه‌ترلاسه کولو له امله اعتراض وکړ.

له دې ډلې د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي وایي درې میاشتې کېږي چې د ورځنۍ حاضرۍ او کار سره‌یې بیا هم د دغه ټلوېزیون د ادارې له لوري تنخواګانې نه‌دي ورکړل شوي.

د رسنیو دا کارکوونکي او خبریالان چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي وایي په دې څو میاشتو کې یې د کورونو کرایې نه‌دي ورکړي او شپه او ورځ په بې‌وزلۍ کې تېروي.

د دغې رسنۍ یوه کارکوونکې مرضیه فرید وایي له درې میاشتو زیات وخت اوړي چې هېڅ‌یې خپله تنخوا نه‌ده ترلاسه کړې.

دا چې د څلورو ماشومانو مور ده وایي سره له دې چې په دې موده کې یې د کور کرایه نه‌ده ورکړې ترڅنګ‌یې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اسانتیاوو د پوره کولو لپاره هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

ارشیف، کابل کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون د خپرونو څانګه
ارشیف، کابل کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون د خپرونو څانګه

اغلې فرید زیاتوي: "د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم زموږ تنخواګانې نه‌دي راکړل شوي، نن و سبا وایي، خو تر اوسه مو نه‌دي تر لاسه کړي."

عبدالبشیر سیرت چې د خورشید ټلوېزیون یو بل خبریال دی وایي معاش‌یې نه‌دی اخیستی او له کلونو له دې رسنۍ سره کار کوي، ان دا چې تېرو کلونو کې د خپل رسمي کار لپاره په یوه پېښه کې ټپي شوی هم و.

ښاغلی سیرت وايي: "زموږ حقونه تر پښو لاندې شوي، زه د خپل رسمي کار پر مهال د دې لپاره چې د بیان ازادي چپ نه‌شي ټپي شوی هم یم، زما ځان دننه ۵۸ بخۍ خوړلي او ډېر کلک ټپي وم، خو بهر وتلو ته زما په ځای بل کس معرفي شوی هغه هم داسې کس چې یوه ورځ‌یې هم له خورشید سره کار نه‌و کړی، زموږ هیله دا ده چې زموږ غږ دې واورېدل شي."

دا خبریالان د خبریالانو د حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دوی غږ واوري.

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د دغې رسنۍ د مشرانو نظر هم ولري، خو د دغې رسنۍ مشر سید جمیل سادات او د ریاست مرستیال شفیع‌الله بابرزي مو اړیکو او پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

د خورشید خصوصي ټلوېزیون د سټوډیو یوه برخه
د خورشید خصوصي ټلوېزیون د سټوډیو یوه برخه

له دې وړاندې هم د ژورنالېستانو د ټولنې مرستیال حجت‌الله مجددي په افغانستان کې د ډېریو رسنیو د فعالیتونو د بندېدو او اقصادي‌کړاوونو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو هغه ټینګار کړی و چې د رسنیو د فعالیت د بېرته ښه کېدو لپاره په منظمه توګه کار روان دی.

د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ادعا کوي چې هغه کسان چې د رسنیو مشرانو ته نږدې وي او خپلوي ورسره ولري خپله میاشتنۍ تنخوا ترلاسه کوي، خو هغه خبریالان چې شپه او ورځ کار کوي تر اوسه‌یې ورته تنخواګانې نه‌دي ورکړل شوي.

دی ادعا کوي چې د رسنۍ مشرانو یې ورته ګواښ کړی چې د شکایت په صورت کې به‌یې له کاره وباسي.

ده زیاته کړه: "له درېیو میاشتو ډېر وخت کېږي چې زموږ معاشونه نه‌دي راکړل شوي، موږ له کوم شکایت او غږ پرته وویل چې زموږ تنخواګانې راکړئ، دوی وویل چې یوه میاشت په تمه شئ بیا یې د یوې میاشتې معاش راکړ، خو نورو لپاره‌یې وویل چې په ۱۰مه نېټه راشئ بیا چې ورغلو موږ ته‌یې وویل چې لاس مو خلاص معاش نه‌شته نه‌یې درکوو، مشر او څو مدیران مو مزار ته تښتېدلي او ویلي یې دي چې تنخواګانې مو نه‌درکوو."

دا نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې یوه نظرپوښتنه ښیي چې رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ټینګېدو وروسته له جدي ننګونو سره مخ شوي چې هغه اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی، امنیتي ستونزې او اقتصادي ناخوالې دي.

د دغې اتحادیې مسؤل مسرور لطفي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دا مهال له ۱۰۰ سلنې رسنیو یوازې ۳۰ سلنه‌یې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG