د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

'غیر مسؤله وسله‌وال' کابل کې د سلام وطندار راډیو دفتر ته ننوتي او ګروېږنې یې کړي


د سلام وطندار د امنیتي کمرو تصویر؛ عبدالمالک صافی (ښی) چې ځان‌یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکی معرفي کړی
د سلام وطندار د امنیتي کمرو تصویر؛ عبدالمالک صافی (ښی) چې ځان‌یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکی معرفي کړی

ورځ تر بلې د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو افغان رسنۍ اندېښمنې کړې دي.

تازه د سلام وطندار خصوصي راډیو مسؤلین وايي، د یکشنبې په ورځ د عبدالمالک صافي په مشرۍ یو ډله وسله‌وال چې ځانونه‌یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکي معرفي کول د دغه رسنۍ دفتر ته ننوتي دي.

د دغې رسنۍ اجرائیوي رئیس ناصر عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، دې کار د سلام وطندار راډیو د کارکوونکو او خبریالانو پر روحیه اغېز کړی دی.

ښاغلی عمر زیاتوي: "دغه کسان سلام طندار ته راغلي وو، په اداري چارو او قراردادونو کې یې مداخله وکړه او دغه کسان شااوخوا پنځه ساعته د سلام وطندار راډیو په دفتر کې وو او ویل‌یې چې دوی باید د سلام وطندار راډیو لپاره رئیس وټاکي، زموږ همکاران سخت خواشیني شوي او د رسنۍ کار ته اندېښمن یو."

نوموړي زیاته کړه، د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو چې نومونه‌یې نه‌اخلي له دوی سره ژمنه کړې چې دا موضوع به په جدي ډول څېړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته په لیکلي پيغام کې ویلي، له دې موضوع خبر نه‌دي، خو هڅه کوي پرې پوه شي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مرستیال حجت‌الله مجددي وايي، د سلام وطندار راډیو له خبریالانو څېړنې غیر قانوني او ناسم اقدام دی او باید دا موضوع وڅېړل شي.

ښاغلی مجددي وايي: "له بده مرغه د راډیو دفتر ته د استخباراتي او کشفي کارکوونکو په نوم د کسانو تګ او ورنه څېړنه د رسنیو او د بیان ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی چې باید وڅېړل شي."

سلام وطندار راډیو په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې په نشراتو پيل وکړ او تر اوسه په بېلابېلو برخو کې خپرونې لري.

نن سبا له تصویري او چاپي رسنیو سره په خوا کې په افغانستان کې لسګونه غږیزې رسنۍ یا راډیوګانې هم فعالیت لري، خو د وروستیو راپورونو له مخې په تېرو دوه میاشتو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو په ګډون یو شمېر رسنۍ د ګواښونو او مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوې دي.

په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو مسؤلین ټینګار کوي چې د رسنیو لپاره کاري فضا مناسبه نه‌ده او د خپل امنیتي وضعیت په اړه سخت اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG