د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

نظر پوښتنه: افغانستان کې اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ فعالې دي​​​​​​​


ارشیف، افغانستان کې یوه خصوصي رسنۍ
ارشیف، افغانستان کې یوه خصوصي رسنۍ

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، رسنۍ له چندان ښه وضعیت سره مخ نه‌دي.

دې اندېښنو ته په کتو، د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په دې اړه د خپلې نظر پوښتنې پایلې له خلکو سره شریکې کړې.

د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي.

په دې نظر پوښتنه کې راغلي، ۴۰ سلنه خبریالان له امنیتي اندېښنو سره ژوند کوي او نږدې ۶۰ سلنه نور یې چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، له کاري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د رسنیو مسؤل مسرور لطفي د نظر پوښتنې د پایلو د اعلان پر مهال رسنیو ته وویل: "که څه هم مخکېني نظام ستونزې درلودې، خو د اساسي قانون په څېر د حقوقي چتر لاندې موږ د اطلاعاتو د لاسرسي سره کار کاوه. د همدې حقوقي چتر لاندې رسنیو فعالیت کاوه. اوس چې نظام بدل شوی، له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو سره یو پروګرام ولري او له رسنیو ملاتړ وکړي."

ارشیف، افغانستان کې یوه خصوصي رسنۍ
ارشیف، افغانستان کې یوه خصوصي رسنۍ

هاخوا یو شمېر افغان خبریالان په افغانستان کې د بیان ازادي له ګواښونو او اندېښنو سره مل بولي.

د روېټرز خبري اژانس خبریاله عروج حکیمي وايي، په افغانستان کې د بیان ازادي د له‌منځه تلو په حال کې ده. که طالبان د نړیوالو رسنیو له خبریالانو سره همکاري کوي، باید له افغان خبریالانو هم ملاتړ وکړي.

اغلې حکیمي وايي: "د بیان ازادۍ خپل رنګ بایللی. په افغانستان کې خبریالان د مخکې په څېر د اطلاع رسونې او راپور جوړونې په برخه کې خلاص مټ نه‌لري، خو برعکس نړیوال خبریالان په ډېرې اسانۍ سره خبري پوښښ لري. طالبان بهرنیو خبریالانو سره نه، بلکې افغان خبریالانو سره ستونزه لري."

خو طالبانو تل ویلي چې رسنۍ نه‌سانسوروي، ورسره همکاري لري او د خبریالانو د کار په وړاندې به خنډ نه‌رامنځته کوي.

د سلام وطندار راډیو خبرال میلاد عزیز، هغه رسنۍ چې د مسؤلینو په وینا یې تېره یکشنبه یو شمېر کسان چې ځانونه‌یې طالبان معرفي کړي وو د دوی دفتر ته هم ننوتي او خبریالان‌یې پوښتلي و وايي، خبریالان په افغانستان کې د سر خوندیتوب نه‌لري چې دا به په راتلونکي کې رسنۍ او د دوی کارکوونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د سلام وطندار د کمرو انځورونه؛ یو شمېر کسان چې ځانونه‌یې طالبان معرفي کړي وو د دوی دفتر ته هم ننوتي او خبریالان‌یې پوښتلي و.
د سلام وطندار د کمرو انځورونه؛ یو شمېر کسان چې ځانونه‌یې طالبان معرفي کړي وو د دوی دفتر ته هم ننوتي او خبریالان‌یې پوښتلي و.

ښاغلي عزیز وویل: "د طالبانو په راتګ سره خبریالان د سر خوندیتوب نه‌لري، خبربالان په دې وروستیو کې وهل ټکول شوي او رسنۍ پوښتل شوې دي، کله چې دوی په ځینو سوژو کار کوي د طالبانو تأييدۍ ته اړتیا لري، دا ستونزې به په راتلونکي کې په یو ناورین واوړي."

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کار په پیل سره، ۱۵۳ بېلابېلې غږیزې، چاپي او تصویري رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوې دي.

د دوی په خبره، په دې موده کې یو شمېر خبریالان د طالبانو له‌خوا له تاوتریخوالي سره هم مخ شوې دي.

دغه‌شان د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا د خبریالانو د وژنې پېښې هم ثبت شوي چې تر ټولو تازه‌یې پرون په جلال‌اباد ښار کې د سید معروف سادات په نوم د یوه افغان خبریال وژل کېدل دي.

XS
SM
MD
LG