د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه: په افغانستان کې د ازادو رسنیو د فعالیت ساحه تنګه شوې


په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې پر ازادو رسنیو د فعالیت ساحه تر پخوا ډېره تنګه شوې ده.

د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې د بیان او د خپلواکو رسنیو فعالیت د زوال خوا ته روان دی.

په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ وايي، د طالبانو چارواکي د بیان او د رسنیو ازادۍ اصول نه رعایتوي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې فعالې رسنۍ تر سختې څارنې لاندې دي.

حامد عبیدي
حامد عبیدي

عبیدي زیاته کړه: "د بیان ازادۍ هغه اصلي او اساسي اصول له پامه غورځول شوي دي. له خلکو اطلاعاتو د لاسرسي حق اخیستل شوی دی. د نیوکې حق له خلکو اخیستل شوی. نیوکه په واقعیت کې اصلاحات راولي او حکومتونه متوجه کوي چې په کومو برخو کې ستونزې شته چې هغه ستونزې هوارې شي. له بده مرغه هغه اصلي او اساسي اصول له منځه تللي، په دې معنی چې په افغانستان کې د بیان ازادي نه شته او ټولې رسنۍ تر سختې څارنې لاندې دي، سانسورېږي او خبریالان مجبوره دي ځان سانسور کړي او ټولې رسنۍ په مجموع کې تر سختې څارنې لاندې دي."

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو په دغه هېواد کې ۵۵۰ مطبوعاتي مرکزونه فعال وو چې له ډلې یې تر ۲۰۰ زیات تړل شوي او هغه فعال مرکزونه هم له سختو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی تېره میاشت په خپل کلني راپور کې ویلي وو، افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تر ۵۰ سلنه ډېر تلوېزیوني چینلونه او ۴۸ سلنه راډیوګانې بندې شوې دي.

د کابل پرس کلب یوه مشر عزیز احمد تسل ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ګوتو په شمار رسنۍ او خبریالان شته، خو اساسي ازادۍ نه لري.

عزیز احمد تسل
عزیز احمد تسل

تسل وايي: "په افغانستان کې رسنۍ شته خو د بیان ازادي نه شته. خبریالان شته، خو د هغوی حقونه نه ورکول کېږي. په افغانستان کې پاتې رسنۍ هم له اقتصادي ستونزو کړېږي، هم هغه څه چې د رسنیو نفس بلل کېږي، هغه ازادي ده، چې د رسنیو خپرونې له سانسور پرته خپرې شي او ولس ته حقایق وړاندې کړي د وینا حق ولري او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ولري، خو له بده مرغه دا هرڅه له رسنیو اخیستل شوي دي."

د طالبانو له ویندویانو مو د رسنیو او خبریالانو د دغو ستونزو په اړه د نظر غوښتنه وکړه، خو هغوی زموږ پوښتنې ځواب نه کړې. د رسنیو مسوولان هم خپلو امنیتي اندېښنو ته په پام د خپلو ستونزو په اړه په ښکاره خبرې نه کوي.

په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر تر پخوا کم شوی او په تصویري رسنیو کې هم پر ښځینه ویندویانو ډول- ډول محدودیت لګول شوی، چې باید مخونه کاملاً پټ کړي.
په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر تر پخوا کم شوی او په تصویري رسنیو کې هم پر ښځینه ویندویانو ډول- ډول محدودیت لګول شوی، چې باید مخونه کاملاً پټ کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۱ زره ۸۵۶ نارینه او ښځینه خبریالان او د رسنیو کارکوونکو کار کاوه، خو اوس دا شمېر تر ۲۰۰۰ کم شوی او په دې ټولو کې یوازې ۵ فیصده یې ښځې دي.

په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر تر پخوا کم شوی او په تصویري رسنیو کې هم پر ښځینه ویندویانو ډول- ډول محدودیت لګول شوی، چې باید مخونه کاملاً پټ کړي، خپل نارینه همکار ورسره نه وي او یا هم نور وضع شوي محدودیتونه رعایت کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG