د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې په خبري رسنیو سانسور بس کړي


د ازادي راډیو ویبپاڼه
د ازادي راډیو ویبپاڼه

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه د ازادي او امریکا غږ راډيو ګانو د ویبپاڼو تړل کېدو ته په اشارې سره له طالبانو غوښتي چې په افغانسان کې دې په خبري رسنیو سانسور بس کړي.

د طالبانو له لوري په رسنیو د محدودیتونو په دوام د ازادي او امریکا غږ راډيو ګانو د ویبپاڼو تړل کېدو د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې اندېښنې راپارولي دي.

دغه کمېټې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په خبري رسنیو محدویتونه بس کړي.

په دې اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتل شوي چې د ازادي او امریکا غږ راډیو ګانو ویبپاڼو ته لاسرسی پرانېزي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د امریکا غږ د یو راپور په حواله لیکلي چې د یادو دواړو رسنیو ویبپاڼې په افغانستان کې د درېیو مخابراتي او انټرنېټي شبکو "افغان بیسیم، روشن او اتصالات" په انټرنېټ نه لیدل کېږي، خو د حکومتي مخابراتي شبکې "سلام"په انټرنېټ کې د لاسرسی وړ دي.

په همدې حال کې د افغان ژورنالیستانو سرتاسري شورا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یاد وړاندیز په تایید وايي، اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانانو حق دی.

د دې شورا رییس حفیظ الله بارکزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "دا یوه معلومه خبره ده چې بهرنۍ رسنۍ او ویبپاڼې یې تړل شوي دي. زما وړاندیز اسلامي امارت ته دا دی چې په اوسني وخت کې چې خلک او نړۍ معلوماتو ته سخته اړتیا لري، باید دوی یوه حل لاره راوباسي او کینې او په دې اړه بحثونه وکړي څو خلک له معلوماتو محروم نه شي."

د طالبانو حکومت په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي او امریکا غږ راډیو ګانو د ویبپاڼو تړل کېدل رد کړي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد دغه شان ویلي وو چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادي راډیو خپرونې په منځنیو او ایف ایم څپو بندې کړې.

خو په وروستیو کې په افغانسان کې د ازادي راډيو ویبپاڼې ته هم لاسرسی محدود شوی دی.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي رییس جیمي فلای په افغانستان کې د طالبانو د ورستي اقدام چې له مخې یې د یادې راډيو ویبپاڼې ته د لیدونکو لاسرسی محدود شوی په غبرګون کې ویلي، دوی به په افغانستان کې له هرې ممکنې لارې د دغې راډیو اورېدونکو او مینه والو ته حقایق ورسوي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي رییس جیمي فلای
د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي رییس جیمي فلای

هغه ویلي، کله چې طالبانو د ازادي راډیو خپرونې په ایف ایم او منځنیو څپو بندې کړې دوی یې په ځواب کې د ازادي راډيو خپرونې ۲۴ ساعته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره په دې هېواد کې په رسنیو پراخه محدودیتونه وضع شوي او د بیان ازادي زیانمنه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG