د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

يو شمېر ديني عالمان: پر افغان نجونو د زده‌کړو د بنديز د دوام پرېکړه غير اسلامي ده


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت یوه سختدریځي وزیر د یو شمېر دیني عالمانو د دې غوښتنې په وړاندې چې نجونې د تعلیم حق لري، غبرګون وښود.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، دوو دیني عالمانو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر مخنیوي انتقاد وکړ.

دوی له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او هغوی پرېږدي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي.

د شنبې په ورځ دیني عالم عبدالرحمان عابد وویل، نجونې دې پرېښودل شي چې له هلکانو په جلا ټولګیو کې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د هغوی ښوونکې دې هم ښځې وي، خو که داسې اسانتیا نه وي چارواکي دې يې ورته برابرې کړي.

عابد اسوشیتید پریس ته ویلي، لور یې چې اوس ښوونځي ته نه‌شي تللی، دی ورته شرمینده دی ځکه چې هغې ته ځواب نه‌لري.

هغه ورڅخه پوښتنه کوي چې ولې په اسلامي نظام کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه‌شته؟ خو دی ورته ځواب نه‌لري.

د نجونو يو کورنی ښوونځي
د نجونو يو کورنی ښوونځي

یوه بل دیني عالم، توریالي همت، چې د طالبانو غړی هم دی، وویل نجونو ته باید اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي.

همت زیاته کړه، اسلام ښځو او نارینه‌و دواړو ته اجازه ورکړې چې زده‌کړې وکړي خو په حجاب او خاص چاپیریال کې.

ده زیاته کړه، رغنده انتقاد باید وشي او اسلامي امارت باید په دې غور وکړي، که انتقاد نه وي هلته بیا د فساد احتمال شته.

ده ویلي چې، په باور یې نجونې حق لري چې د پوهنتون تر کچې زده‌کړې وکړي.

نجونې حق لري چې د پوهنتون تر کچې زده‌کړې وکړي.

د جمعې په ورځ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ملاندامحمد ندیم خبرداری ورکړ چې ملایان باید د حکومت د پالیسیو پر ضد خبرې ونه‌کړي.

ظاهراً د ملا ندیم خبرداری د یوه بل دیني عالم څرګندونو ته په اشارې و.

دیني عالم عبدالسمیع غزنوي په یوه مدرسه کې طالب عالمانو ته ویلي وو، د نجونو د تعلیم پر سر په اسلام کې د نظر اختلاف نه‌شته.

د غزنوي په وینا اسلامي حکمونه څرګند دي او د هغو پر اساس د نجونو زده‌کړې روا او د منلو دي.

عبدالسمیع غزنوي په خپلو خبرو کې، چې په یوه ویډیو کې خپرې شوي، د نجونو پر تعلیم ټینګار کوي او وايي، هغوی چې وايي د نجونو د زده‌کړو لپاره شرایط برابر نه‌دي، شرایط دې ورته برابر کړي ځکه چې دا د واکمنانو مسوولیت دی چې نجونو ته د زده‌کړو شرایط برابر کړي.

غزنوي دا هم ویلي، اسلام نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې او که د یوه واکمن امر، د خدای او رسول د امر خلاف وي، نو د واکمن امر د منلو نه‌دی.

د نجونو يو ښوونځی
د نجونو يو ښوونځی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندیم، بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: "نه اطاعت کولو ته د خلکو د تشویقولو نتیجه څه کېدای شي؟ نتیجه یې د دغه حکم په وړاندې بغاوت ته اجازه ده، څوک چې د نظام په وړاندې بغاوت ته خلک راپورته کوي، ایا مسلمانانو ته یې ګټه رسیږي که تاوان؟"

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې، خو ژمنه یې وکړه چې د ۱۴۰۱ په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو متوسطې او لېسې پرانیزې، خو هغوی نه یوازې خپله دا ژمنه عملي نه‌کړه بلکې نجونې یې د پوهنتون له زده‌کړو هم محرومې کړې.

د زده‌کړو ترڅنګ افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې له کارکولو، حمامونو، پارکونو او سپورتي ځایونو ته له تګه هم منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG