د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د ځینو کورسونو مسوولان او استادان: ښوونیز کورسونه د تړلو ګواښ سره مخ دي


 په کابل کې د یو ښوونیز کورس زده کوونکي
په کابل کې د یو ښوونیز کورس زده کوونکي

د ښوونیزو کورسونو ځینې مسوولان او استادان وايي، د نجونو په زده کړو د بندیز او اقتصادي ستونزو له امله دا کورسونه د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

صدیقه چې په کابل کې د یوه کورس زده کوونکې وه، اوس د طالبانو حکومت د بندیز له امله نه شي ورتللی.

نوموړې وايي، په کورس کې یې ځینې هغه مضامین او ژبې زده کولې چې دې په کې ستونزه درلوده یا یې ورته اړتیا وه، خو اوس له دې ښه فرصته محرومه شوې او نه شي کولای کورس ته لاړه شي.

هغې وویل: "په وروستیو کې موږ د ډېرو تحصیلي بنسټونو د تړلو شاهدان وو. په رخصتیو کې یو ښه فرصت و چې په کورسونو کې درس ووایو، خو اوس له دې فرصت څخه استفاده نه شو کولای، یوازې زه نه، زرګونه نجونې له مسوولانو دا غوښتنه لري چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي."

کورسونو ته د نجونو په ورتګ له بندیز وروسته د یو شمېر کورسونو استادان او مسوولان وايي، د دې بندیز او اقتصادي ستونزو له امله یې زده کوونکي ډېر کم شوي او د دې احتمال شته چې په نېږدې راتلونکي کې ډېر کورسونه وتړل شي.

په کابل کې د یوه کورس مسوول ځلاند شینواري ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته یې نیمايي زده کوونکي کم شول، خو د نجونو په زده کړو له بندیز وروسته چې کورسونو ته یې هم تګ منع شو، اوس یې ۲۰ سلنه زده کوونکي هم پاتې نه دي.

شینواري وویل: "کورسونه له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، که چېرته دا بندیزونه لرې نه شي، ډېر امکان لري چې ۸۰ سلنه کورسونه وتړل شي، هغه هم لوی او مشهور کورسونه چې هر کال یې په کانکور کې اول نومره ګان درلودل. مثال د ټول افغانستان په کچه په دشت برچي کې یو لوی کورس دی، زه خپله چې اوس د دوی وضعیت وینم، مخکې یې ۳۵۰۰ یا ۴۰۰۰ زده کوونکي درلودل، خو اوس ۲۰۰ زده کوونکي نه شي جذبولای، نو په داسې حال کې چې یو لک یا ۸۰ زره افغانۍ کرایه ورکوي، خپله د ټولېدو په حال کې دي، له همدې امله امکان لري چې غټ کورسونه بند شي."

په خوست کې د یوه کورس استاد رفیع ضمیر وايي، که څه هم د ساینسي مضامینو په برخه کې اوس هم د پخوا نارینه زده کوونکي لري، خو نجونې چې د کورسونو د زده کوونکو یوه لویه سلنه یې جوړوله، اوس نه ورځي او له دې امله د کورسونو زده کوونکي کم شوي دي.

ضمیر وویل: "پخوا به دلته په کورسونو کې ډېر شمېر نجونې زده کوونکې وې، خو له بده بخته اوس په کورسونو او د چکټو زده کړو په مرکزونو کې د نجونو ګډون کم رنګه شوی، یعنې د نجونو په زده کړو بندیز په دې برخه ناوړه اغېز کړی."

اقتصادي شنونکی او لیکوال عبدالوافي نایبزی وايي، د نجونو په زده کړو بندیز په ډېرو برخو کې منفي اغېزې کړي.

نوموړی زیاتوي، که کورسونو تړل کېږي، د دې ترڅنګ چې زده کوونکي ته یې تاوان رسېږي، ورسره ګڼ شمېر کسان هم بې دندې کېدلای شي.

هغه زیاته کړه: "د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدل یوازې د زده کړو موضوع نه ده، بلکې ډېر زیات اقتصادي زیانونه هم لري چې یو زیان یې د کورسونو او تعلیمي مرکزونو تړل کېدل دي. کله چې موږ وایو چې د خصوصي سکتور ملاتړ باید وشي، کورسونه او ښوونیز مرکزونه خصوصي سکتور دی او دې ته باید ډېره توجه وشي."

د ازادي راډیو خبریال د کورسونو د مسوولانو ستونزې او د تړل کېدو اندېښنې د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره هم شریکې کړې، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو په افغانستان له بيا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل چې له دې امله ډېرو نجونو کورسونو ته مخه کړې وه، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونو له تړلو وروسته نجونې ان کورسونو ته هم له تګ څخه منع شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG