د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

طالبانو په هرات کې انټرنېټ کلبونه بند کړي


ارشیف: په افغانستان کې یو انټرنېټ کلب
ارشیف: په افغانستان کې یو انټرنېټ کلب

طالبانو په هرات ولایت کې انټرنېټ کفې ګانې یا انټرنېټ کلبونه بند کړي دي.

عبدالمنصور کوهدامني د هرات ولایت اوسېدونکی او د حقوقو پوهنځي د پنځم سمستر محصل دی.

هغه وایي، محصلان د خپلو شته کتابونو او منابعو تر څنګ نویو منابعو ته هم اړتیا لري چې د انټرنېټ په وسیله یې لاسته راوړلای شي، خو دا چې اوس کفې ګانې بندې شوي نو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

انټرنېټ موږ سره ډېره مرسته کوله چې موږ نویو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړو.

کوهدامني وویل: "اوسنۍ نړۍ کې موږ بهرنيو اطلاعاتو ته اړتیا لرو یا مونوګراف لپاره چې موږ ډېرو منابع ته اړتیا لرو. انټرنېټ موږ سره ډېره مرسته کوله چې موږ نویو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړو. له بده مرغه له هغه وخت راهیسې چې انټرنېټ کلبونه بند شوي نو محصلان له ډېرو ستونزو سره مخ شوي. بل دا چې د محصلانو اقتصاد ډېر ضعیف دی او نه شي کولای ځان ته انټرنېټ فعاله کړي نو تر ټولو غوره همدا انټرنېټ کلبونه وو."

فروزان حبیبي د هرات ولایت بله اوسېدونکې او د نرسنګ محصله وه.

هغه وایي، درسونه پرې پخوا په بند شوي، خو انټرنېټي اړوند معلومات به یې ورور ورته راوړل.

دا ټول بندیزونه د دې لامل کېږي چې موږ خپله انګېزه له لاسه ورکړو."

دا زیاتوي: "دوی قدم په قدم مخته ځي، اول یې رسټورانټونه د ښځو پر مخ بند کړل، د خپلو کورنیو سره هم نه شې تللی. بیا پارکونه چې حد اقل کورنۍ د یو بل تر څنګ خوشاله اووسي. اوس د انټرنېټ کلبو وار رسېدلی. انټرنېټ افغانستان کې ډېرې ستونزې لري، سرعت یې ډېر ټیټ وي. د درسي موادو د موندلو لپاره انټرنېټ کلبونه ډېر ښه وو. دا ټول بندیزونه د دې لامل کېږي چې موږ خپله انګېزه له لاسه ورکړو."

په هرات ولایت کې د یوې انټرنېټ کفې مسوول همایون وایي، هرات ښار کې ټولې شاوخوا ۳۰۰ انټرنېت کفې ګانې دي، دوی هر یوه په خپل دوکانونو کې ۱۵/۲۰ لکه افغانۍ پانګونه کړې او له یوې اوونۍ ډېر وخت وشو چې د دوی دوکانونه بند دي.

همایون وویل: "شاوخوا ۳۰۰ کسان ورغلو، موږ ته یې وویل، خلکو له تاسو شکایت کړی، تاسو ماشومان بوخت کړي، بیا یې ویل شرعي نه دي. داسې خبره بلکل نه ده، موږ ته چې کسان راتلل ډېری محصلان وو، د پوهنتون او د ښوونځي، پروژې یې درلودلې دلته یې څېړنه کوله. موږ ته یې دا هم نه دي ویلي چې کوم بل کسب پیل کړئ، هېڅ دلیل یې هم موږ ته نه دی ویلی."

دا په داسې حال کې دی چې په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر ادارې رییس مولوي عبدالرحمن وایي، انټرنېټ کلبونو کې خلک ډېر بوخت وو، نو ځکه یې د اوس وخت لپاره بند کړي.

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هغلته چې منکرات نه وي، خلکو ځینې شکایت نه وي کړي، د خلکو بچیان یې مصروفه کړي نه وي، هلته نه ورځو. که دا ژمنه له موږ سره وکړي چې مشران د مشروع استفادې لپاره کار ترې اخلي د خلکو بچیان نه مصروفوي نو کېدلای شي اسانتیا ورسره وکړو، که نه په راتلونکې کې ډېره بده نتیجه ورکوي، بدبخته انسان ترې جوړېږي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې په ډېری ولایتونو کې د خارجي فلمونو او د سندریزو کسټونو په پلور هم بندیز ولګاوه.

د هرات اوسېدونکي وايي، شاوخوا لس ورځې مخکې یې په دغه ولایت کې ویډیو ګېم کلبونه او اوس انټرنېټ کفې هم بندې کړې چې د دوی په خبره د انټرنېټ کلبونو بندېدو خلک په ځانګړي ډول محصلان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG