د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

کابل او ولایتونو کې کور په کور تالاشي؛ خلک د طالبانو له ناسم چلند اندېښنه لري


په هرات کې کور په کور د طالبانو د تالاشۍ یو انځور
په هرات کې کور په کور د طالبانو د تالاشۍ یو انځور

کور په کور تالاشي هغه مسئله ده چې وخت نا وخته یې په افغانستان کې ډېری خلک اندېښمن کړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، کله چې طالب پلټونکي د تالاشۍ په موخه د دوی کور ته ورغلل نو ټول کور یې ورته ګډوډ کړ.

هغه وايي: "کله چې طالبان د تالاشۍ لپاره کور ته راغلل نو هر څه یې ګډوډ کړل. زما پلار یو دولتي کارکوونکی و نو موږ ټول ډېر وېرېدلي وو. هغوی ان موږ مجبوره کړو چې بسترې ورته خلاصې کړو، ځکه چې ویل یې څه مو پټ کړي نه وي."

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کاروونکو داسې عکسونه او ویډیوګانې هم خپرې کړي چې تالاشۍ نه وروسته کورونه په کې ګډوډ ښکاري.

خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کور په کور تالاشۍ تجربه بیا بل ډول ده.

د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ ډېر وېرېدلي وو او خپل ډېر تحصیلي اسناد او کاري تجربې مو پټې کړې وې، خو یوازې د کور ځینې برخې یې ولیدې. زموږ د ګاونډیانو کورونه یې له نیم ساعت څخه تر یو ساعت پورې تالاشي کړي دي."

د طالبانو وسله وال کسان د افغانستان په یوه ولایت کې د یوه کس د تالاشۍ پرمهال. 2022-09-12
د طالبانو وسله وال کسان د افغانستان په یوه ولایت کې د یوه کس د تالاشۍ پرمهال. 2022-09-12

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکى فهيم بیا وايي چې د ملکي کسانو کورونه ډېر عادي ګوري، خو د پخوانيو سرتېرو او هغه کسان چې پرې شکمن دي سخت تالاشي کوي.

هغه وویل: "کور ته ننوتل، د المارۍ دننه او تر بسترو لاندې یې وکتل، په مزارشریف ښار کې هم همداسې وه، خو په هغه کورونو کې چې پخوانیو سرتېرو ژوند کاوه او يا هم که په اړه یې راپور درلود دقیق او سخته تالاشي کوله."

دا بېلابېل نظرونه په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تالاشۍ پر مهال د طالب ځواکونو د ناوړه چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې هم خپرې شوې وې.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې دغه تالاشي د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره کېږي او که څوک له بد چلند سره مخ کېږي د اعلان شویو شمېرو له لارې کولای شي له اړوند ادارو سره اړیکې ونیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "کله چې د ځینو شکمنو کسانو د شتون په اړه راپور ترلاسه شي او یا داسې چې د خلکو امنیت ته ګواښ متوجه وي تالاشي ترسره کېږي. امنیتي ځواکونه د پېښو د مخنیوي په موخه مشخصې سیمې پلټي او که کوم ناوړه چلند شوی وي د کابل د امنیه قوماندانۍ شمېرې موجودې دي او خلک کولای شي زنګ ووهي."

دا ډول کور په کور تالاشي او پلټنې په کابل او د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا ترسره کېږي چې وخت ناوخته یې د خلکو غبرګونونه راپارولي.

که څه هم په دې وروستیو کې نړیوالو سازمانونو د دغه کار پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د خلکو هویت باید خوندي شي، خو د راپورونو له مخې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې طالبانو له مخکېنۍ خبرتیا پرته د کابل په یو شمېر سیمو کې د خلکو کورونه پلټلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG