د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

مسافرین او موټر چلونکي: د جګړې بشپړ درېدل او عمري اوربند غواړوو


ارشیف، کابل-کندهار لویه لار
ارشیف، کابل-کندهار لویه لار

د لویو لارو یو شمېر مسافرین او موټر چلونکي وايي، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ له پیل سره سم، وضعیت بېخې بدل شوی او دوی بې له کومې وېرې تګ راتګ کوي.

بشیر احمد د کابل ـ کندهار پر لویې لارې مسافر وړونکی موټر چلوي.

دی وايي، وروسته تر دې چې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ پیل شوه، پر لویو لارو هم وسله‌وال خوځښتونه او تر خوا یې د مسافرو او موټر چلوونکو ځورونه را کمه شوې ده.

هغه وویل: "تېره شپه دوولس بجې له کندهار راغلم، خیر و خیریت دی، نه د طالبانو څوک و او نه هم د حکومت له‌خوا، که ټول عمر اوربند وي، موږ پرې خوښ یوو."

ګل محمد له نیمروز راستون شوی له هغې سیمې چې نسبتاً نا امنه ده او ډېر کله یې له لویې لارې د نا امنۍ راپورونه ورکول کېږي.

خو دی وايي، پر ټوله لویه لار یې ان موټر هم چا و نه داروه.

نوموړی زیاتوي: "وضعیت بېخې توپیر کړی دی، مخکې طالبانو تالاشي او پلټنه کوله، خو اوس په دې ورځو کې هېڅ نه‌شته، که دا اوربند ټول عمر شي، خوند به وکړي، ځکه دا اووه ورځې ډېرې کمې دي، هېڅ هم نه دي. "

د کابل ـ هرات لویه لار هم ډېر ځله د سختو نښتو شاهده وي.

پر دې لار تلوونکیو مسافرو او موټر چلوونکو وړاندې په ځلونو نیوکه کړې چې حکومتي ځواکونه او طالبان یې ځوروي، خو ذبیح الله چې د یک‌شنبې په ورځ نږدې لس بجې کابل ته راستون شوی، دا ځل خپل سفر خوندي او د بل هر وخت په پرتله ارام بولي.

هغه وايي: "پخوا به طالب موټر ته پورته کېده یو تالاشي به یې کوله، نن هغه کیسه نه وه، پولیسو به پخوا پلټنه کوله، نن دا کار نه و، البته ښارونو کې پلټنه کېده، خو پر لویه لار څه نه و، که اوربند دایمي شي ډېره به ښه وي چې ارامي راشي، ملت به خوښ وي. "

د طالبانو یو انځور
د طالبانو یو انځور

پر لویو لارو د امنیت او خوندیتوب دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې پیل شوې ده.

که څه هم په یو شمېر سیمو کې په ټېټه کچه د طالبانو د بریدونو خبر ورکړل شوی، خو دې ډلې ویلي، د تاوتریخوالي د کمېدو پر مهال ایښوول شوي شرایط روښانه دي.

ازادي راډیو ته تېره اوونۍ د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي د تاوتریخوالي د کمېدو د شرایطو جزییات ورکړل.

د سرچینې له قوله، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به طالبان پر هېڅ ښار برید نه کوي، د امریکايي ځواکونو پر نظامي مرکزونو به هېڅ ډول ډز نه کېږي، خو د افغان ځواکونو یوازې لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردو او کنډکونه به تر برید لاندې نه راځي او ټول لویي لارې به د طالبانو له بریدونو خوندي وي.

سرچینه زیاتوي، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه کوي، خو که چېرې طالبان کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور دانګي.

د تاوتریخوالي د کمېدو نېټه اووه ورځې ده.

د دې نېټې په پای به د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌لیک او د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG