د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ځینې افغانان د پلټنو پوستو کې د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي


د هرات ښار په یوه څنډه کې وسله وال طالبان د تالاشۍ پرمهال
د هرات ښار په یوه څنډه کې وسله وال طالبان د تالاشۍ پرمهال

په چیک پواینټ د ډزو وروستۍ پېښه نږدې یوه اونۍ مخکې په خوست کې وشوه چې له امله یې یو تن ووژل شو او یو بل ټپي شو.

یو شمېر افغانان د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د پلټنو په پوستو کې د طالب وسله والو له ناسم چلند شکایت کوي.

د طالبانو د پلټڼو يا تالاشۍ په پوستو کې له خلکو سره د ناسم چلند په اړه شکایتونه.

د کابل په ګډون د بېلابېلو ښارونو يو شمېر اوسېدونکي له دې امله شکايت لري.

د پلازمېنې اوسېدونکې تمنا ازادي راډيو ته وویل: "په چیک پواینټونو کې ستونزې زیاتي دي، دوی له خلکو سره ډېر بد، له غوسې ډک چلند کوي. دا ټول د دې ښکارندوی کوي چې دوی اصلاً غیرمسلکي دي."

د کابل ښار په یوه څنډه کې یوه مېرمن وسله وال طالب ته د کتو پرمهال لیدل کېږي. Dec. 26, 2022.
د کابل ښار په یوه څنډه کې یوه مېرمن وسله وال طالب ته د کتو پرمهال لیدل کېږي. Dec. 26, 2022.

د ختیځ ولایت ننګرهار یو اوسېدونکي په مرکز جلال اباد ښار کې له خلکو سره د طالب وسله والو له ناسم چلنده شکایت لري.

دې چې نه یې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته يې وویل: "په اوسني وخت کې د طالبانو چیک پواینټ د چیک پواینټ په شکل نه وي، ځای یې معلوم نه وي، یونیفورم یې معلوم نه وي او پوسته یې جوړه کړي وي، له خلکو بې ځایه پوښتنې کوي چې لږه دې ورسره خبره وکړه دستي درباندې وار ګوزار کوي."

د شمالي ولایت کندز اوسېدونکی خیرالله بيا وایي، په دې ولایت کې د پلټنې په پوستو کې ولاړ طالب وسله وال ان د خلکو شخصي حریم ته داخلېږي.

هغه وویل: "دوی ډېری وخت ان د خلکو شخصي حریم ته داخلېږي، له خلکو ټیلیفونونه اخلي او هغه پلټي. د دې ترڅنګ رسمي لباس یې نه وي پر تن، مسلکي نه دي، دوی باید یو رسمي لباس ولري او وروسته پلټنې وکړي، دا ټولې ستونزې دي چې خلک ترې ناراضه دي."

دوی د طالبانو حکومت له امنیتي بنسټونو غواړي چې په چیک پواینټونو کې ولاړو طالب سرتېرو ته پولیسي زده کړې ورکړي.

دوی وايي، په یو شمېر ولایتونو کې ان طالبانو د پلټنې پر مهال د ولسي وګړو په موټرو ډزې کړي چې خلکو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

په چیک پواینټ د ډزو وروستۍ پېښه نږدې یوه اونۍ مخکې په خوست کې وشوه چې له امله یې یو تن ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د خوست لپاره د طالبانو د والي وياند مسغفر ګربز د دغې پېښې په اړه ازادي راډيو ته وويل، څېړنې روانې دي خو لومړنۍ څېړنې ښيي، وژل شوي کس پر طالب ځواکونو ډزې کړي.

خو د وژل شوي کس پلار ازادي راډيو ته وویل، چې زوی یې په وروستیو کې له سعودي راستون شوی و او له هيچا سره يې هېڅ ډول ستونزه نه درلوده.

له خوست مخکې په پلازمېنه کابل، لغمان، ننګرهار،کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند نظر هم ولري، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی وو چې په چیک پواینټونو کې ولاړو ټولو امنیتي سرتېرو ته يونفورمونه ویشل شوي او په یو شمېر ولایتونو کې یې د ویشلو لړۍ روانه ده.

د دې ترڅنګ یې د پلټنې د پوستو وسله والو ته د پولیسي زده کړو د ورکولو ژمنې هم کړي، خو کومو کسانو چې ازادي راډيو سره خبرې کړي وايي، په ژمنو سم عمل نه دى شوى.

XS
SM
MD
LG