د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

کندهار کې د تالاشۍ پر مهال د ملکيانو وژنه؛ د کورنۍ غړي يې طالبانو ته نړيواله محکمه غواړي


طالبانو د تالاشۍ لپاره يوه کور ته ننوځي - ارشيف
طالبانو د تالاشۍ لپاره يوه کور ته ننوځي - ارشيف

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د لواء پخواني قومندان محمود خان علیزي د خپلې کورنۍ د وژل شویو غړو د وژونکو لپاره نړيواله محکمه غواړي.

طالبانو د نوموړي مېرمن، زوی او وراره د کور په کور تلاشي پر مهال وژلي دي.

وروسته له هغې، چې طالبانو په کندهار کې د کور په کور تالاشي په ترڅ کې د ژیړۍ ولسوالۍ د لواء د پخواني قومندان محمد خان علیزي د کورنۍ درې غړي ووژل اوس ښاغلی علیزی د خپلې کورنۍ د وژل شویو غړو د وژونکو لپاره د نړېوالې محمکې غوښتنه کوي.

ښاغلي علیزي له یو سیمه‌ييز خبریال سره مرکه کړې چې ازادي راډیو یې د خپرېدو اجازه تر لاسه کړې.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي، طالبانو له ده سره په دښمنۍ کې د ده له کورنۍ غچ اخیستی.

ښاغلي عليزي ويلي: "موږ د یوې بین المللي محکمې غوښتونکي یو، موږ له نړۍ غواړو چې طالبان وهڅوي تر څو د خپلې عفوې له فرمان نه اطاعت وکړي، زما ۱۷ کلن زوی میرویس، ۱۵ کلن وراره مې یونس او مېرمن مې په څه ګناه تاسو اعدام کړه."

طالبان د يوه کور پلټنه کوي - ارشيف
طالبان د يوه کور پلټنه کوي - ارشيف

دغه قومندان چې اوس له افغانستان نه بهر دی وايي، طالبان یې اوس هم د کورنۍ ځیني غړي په مرګ ګواښي.

د طالبانو حکومت د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه په کندهار کې د دوی په خبره، کور په کور چاڼیز عملیات پیل کړه چې، د راپورنو پر بنسټ نن پنجشنبې هم دغه عملیات روان و.

" موږ له نړۍ غواړو چې طالبان وهڅوي تر څو د خپلې عفوې له فرمان نه اطاعت وکړي"

د دغه ولایت سیمه‌يیزو چارواکو د عملیاتو هدف د امنیت ټینګښت او له خلکو څخه د غیر قانوني وسلو او مهماتو راټولول بللي دي.

خو د روانو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې طالبان د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د یادې ولسوالۍ د لواء قومندان محمود خان علیزي کور ته ورځي چې هلته د دو دوی په خبره، د نوموړي کورنۍ له مخالفت وروسته طالبان د دغه قومندان د کور درې غړي وژني.

له سیمې څخه یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته ویلي، طالبانو غوښتل د ښاغلي علیزي د کور نه پوځي تجهیزات وباسي خو د ښاغلي علیزي مېرمنې د تالاشۍ مخه نیولې وه.

د دغې پېښې پخلی د طالبانو د کندهار ولایت مقام هم کوي.

د کندهار ولایت د والي ویاند حاجي زید سره له دې چې په دې اړه يې ډېر جزیات نه‌دي ورکړي، خو له پېښې وروسته یې ازادي راډیو ته ویلي: "درې کسه چې اوس یې شفاخانې ته را ورسول وفات شوي دي او دوه کسه نور زخمیان دي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې په هلمند کې هم د طالب سرتېرو له‌خوا د تصفیې عملیاتو «کورنو تلاشۍ» پر مهال د سنبلې په ۳۰مه د دوو مېرمنو د وژل کېدو او درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په هلمند کې يې د هغه پېښې په اړه څېړنې پیل کړي، چې له امله يې د طالب ځواکونو په ډزو کې دوه مېرمنې وژل شوي دي.

طالبان د تالاشۍ پر مهال - ارشيف
طالبان د تالاشۍ پر مهال - ارشيف

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره په تېره فبروري میاشت کې د کابل په ځینو برخو کې کور په کور تالاشي پیل کړه چې، د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې هدف یې د غلو، سړي تښتونکو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل و.

تر هغې وروسته دا تالاشي بیا ولایتونو ته هم وغځېده.

له دې وړاندې نړېوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملکي کسانو پر وژنې او زورونې اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG