د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

هلمند کې د ځوانانو د ځان وژنې پېښې؛ لاملونه يې څه دي؟


د هلمند مرکز لښکرګاه
د هلمند مرکز لښکرګاه

هلمند ولایت کې په دې ورستیو کې ګڼو ځوانانو ځان وژنې کړي چې، تر ټولو تازه پېښه تېره ورځ په مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځته شوې، یو کس په خپل دوکان کې خپل ځان خپله زندۍ کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د محمد نعيم په نوم يو هټيوال په خپل دوکان کې ځان په خپله زندانی کړی او وژلی دی.

محمد نعيم چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر يې درلود، د کورنۍ غړي يې وايي، دوی د هیڅ یوه چاه سره بدي او نور مشکل نه درلود.

د محمد نعیم د ځان وژنې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم خو له څېرې څخه ډېر بې‌وزله ښکاري.

محمد نعيم چې لښکرګاه کې هټيوال و، دوه ورځې وړاندې يې ځان وواژه.
محمد نعيم چې لښکرګاه کې هټيوال و، دوه ورځې وړاندې يې ځان وواژه.

څو میاشتې وړاندې په مرکز لښکرګاه کې د عبدالمالک په نوم یو بل ځوان هم ځان وژلی و.

عبدالماک چې ۲۳ کاله عمر يې درلوده، د سیمې ځايي اوسېدونکي يې د ځان وژلو لامل بې‌کار یادوي او وايي، چې نوموړی بې‌کاره و.

د دغې سیمې یوه اوسیدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، عبدالمالک د کار پیدا کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو بریالی شوی نه و.

د لښکر ګاه ښار په لوموړۍ حوزه کې اووه میاشتي وړاندې ۲۲ کلن شمس الله هم ځان ځان وژلی و.

د شمس الله ورور حکمت الله وايي، هغه غوښتل چې د کار په موخه د هېواد څخه بهر لاړ شي خو دوی ورته اجازه ورنه‌کړه او بالاخره يې ځان وواژه.

د هلمند ترڅنګ په ټول هېواد کې بې‌کارۍ ډېره شوې چې ځوانانو يې بهرنيو هېوادونو په تېښته اړ کړي دي. انځور - هلمند لښکرګاه
د هلمند ترڅنګ په ټول هېواد کې بې‌کارۍ ډېره شوې چې ځوانانو يې بهرنيو هېوادونو په تېښته اړ کړي دي. انځور - هلمند لښکرګاه

نوموړی وايي: "زما ورور ډېر خوابدی و او ويل يې چې زه ځم له هېواد څخه بهر په کار پسې، زموږ د کورنۍ له‌خوا ورته وویل شول چې څه کوې بهر ځې هلته هم حالات خراب دي، یعنې اجازه ورنه‌کړل شوه خو زما ورور چې زړه يې ډېر تنګ و زموږ په کور کې په یوه خونه ننوتلی و او هلته يي ځان راځوړند کړی و چې موږ ورغلو دی مړ و."

ددغه ولایت نور اوسېدونکي هم د یادو ځوانانو د ځان وژلو لامل بې‌کاري یادوي او پر افغانستان له واکمنو غوښتنه کوي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

"دوی چې اوس بې‌کاره دي یا ځان‌وژنه کوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته ځي، دولت باید ځوانانو ته د کار زمینه برابر کړي."

عبدالشکور چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی وايي، په دغه ولایت کې ځوانان د بې‌کارې له وجهي بهرنیو هېوادونو ته ځي او یو شمېر نور چې بیا بهرنيو هېوادونو د تلو اجازه و نه‌لري او یا هم اقتصادي ستونزې ولري ځان‌وژنه کوي.

ښاغلی عبدالشکور وايي: "ځوانان چې په کار مصروف وي بیا نو ولې ځان‌وژنه کوي او یا هم ولې بهرني هېوادونو ته ځي، دوی چې اوس بې‌کاره دي یا ځان‌وژنه کوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته ځي، دولت باید ځوانانو ته د کار زمینه برابر کړي."

د افغانستان ددغه تر ټولو لوی نفوذ او مساحت لرونکي ولایت ځوانان او خلک د بې‌کارې له وجهې نه یوازې دا چې دا ځان‌وژنه کوي بلکې ځينو نورو بیا اعترضونه پیل کړي دي.

د هلمند د کار ګرانو د ټولنې یو شمېر کسانو بيا د بې‌کارۍ له امله پنځه ورځې وړاندې د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ښار څخه په زرنج موټر سېکل باندې د اعتراض په ډول مرکز پلازمېنې کابل ته حرکت کړی څو خپل غږ پر افغانستان د اوسني واکمنو مشرانوته ورسوي.

اختر محمد زهیر چې د هلمند د کارګرانو د ټولنې مرستیال دی، ازادي راډيوته وویل چې د ۶۰۰ کارګرانو په استازيتوب يې دغه حرکت پیل کړي دي.

نوموړی وايي: "موږ د هلمند ولایت څخه د ۶۰۰ سوه کسانو په استازيتوب په زرنج موټر سېکل کې پلازمېنې کابل ته راغلو څو خپل ږغ تر رئیس الوزار پورې ورسوو خو دلته موږ څوک دروازې ته هم نه‌پرېږدي او نه مو هم څوک ږغ اوري، موږ نه پوهېږو چې ایا موږ د افغانستان نه یو، ولې زموږ سره داسې کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي یو شمېر نور کسانو بیا د بې‌کارۍ او ډوډۍ د نه لرلو امله هېواد پرېښی او ان په ناقانونه لارو ګاونډیو یا اروپايي هېوادونو ته د رسېدو تکل یې کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG