د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د کابل ځینې ښاریان: لا هم ډېری طالبان په شخصي جامو کې پلټنې کوي


په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي- 11 August 2022
په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي- 11 August 2022

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د طالبانو د پلټنو په پوستو کې لا هم د دوی زیات شمېر وسله وال یونیفورم نه لري.

که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې له دې وروسته باید د پلټنې په پوستو کې هېڅ طالب وسله وال له یونیفورم پرته ونه لیدل شي، خو د کابل ښار د بېلابېلو سیمو د پلټنو په پوستو کې لا هم شته طالب وسله وال چې شخصي جامې یې په تن دي

د کابل له باغ بالا د خوشحال خان مېنې پر لور غځېدلي سړک باندې د طالب وسله والو د پلټنې دوه پوستو کې هغه څه چې د طالبانو حکومت ویلي دلته نه دي عملي شوي.

دغه سیمه کې د یونیفورم لرونکي مسوول وسله وال په کې کم، خو د شخصي جامو لرونکي وسله وال په کې زیات تر سترګو کېږي.

که څه هم د پلټنې د پوستې د وسله والو چلند له خلکو سره بد نه دی، خو په سلیقه يې خبره کېدای شي.

هغوی چې نظامي یونیفورم هم لري په ډېرو يې د منظمو پولیسو مینه ځکه نه شي ماتېدای، چې ډېری يې اوږدې څڼې لري، د بوټانو پر ځای ساده څپلکې په پښو او د رسمي خولۍ پر ځای لونګۍ یا ساده خولۍ استفاده کوي.

په کابل کې طالب وسله وال
په کابل کې طالب وسله وال

ښايي یو لامل يې دا وي، چې د پولیسۍ منظمې زده کړې يې نه دي ترلاسه کړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پلټنې په پوستو او یا لارو او کوڅو کې له بې یونیفورمه وسله والو موجودیت د خلکو لپاره سرخوږی دی، ځکه د دوی په خبره نه معلومېږي چې مسوول وسله وال دي که غیر مسوول.

د کابل ښار اوسېدونکي عابد ازادي راډيو ته وویل: "په چېک پواینټونو، پوستو او د ښار په بېلابېلو سیمو کې زیات شمېر طالبان په شخصي جامو کې له وسلو سره ګرځي چې دې کار خلکو ته سرخوږی جوړی کړی دی او نه معلومېږي چې دوی اوس طالبان دي که بل څوک. په دغسې حالاتو کې د دوی له نومه هر وسله وال کس ناوړه ګټه اخیستی شي."

د دې ښار یوه بله اوسېدونکې نبیله غوښتنه کوي چې باید د طالبانو حکومت خپلو وسله والو ته د پولیسۍ منظمې زده کړې ورکړي او د پولیسو یونیفورم پر تن کول پرې جبري کړي.

هغه زیاتوي: "هغه کسان چې نظامي دي او په غیر نظامي لباس کې په ښار کې ګرځېږي، یا په سړکونو ولاړ وي یا دوی په کوڅو کې ګرځېږي، د دوی ظاهري شکل چې دی هغه یو ډول وېرونکی دی او بیا چې وسله يې هم په لاس کې وي، نو خلک د دی پر ځای چې دوی خپل ساتونکي وبولي ترې ډارېږي."

دوی وايي، په کابل ښار کې د بې یونیفورمه طالب وسله والو له خوا د ټوپک ګرځول یو بد فرهنګ دی، وېره او ډار خپروي، چې مسوولان يې باید مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې ټولو ځواکونو ته یونیفورم وېشل شوی او ورته ویل شوي دي چې هیڅوک حق نه لري چې په شخصي لباس کې د پلټنې دنده ترسره کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "د کابل ښار ټولو امنیتي ځواکونو ته یونیفورم وېشل شوی دی او ورته وېشل شوي چې تاسې نه شئ کولای چې بې له یونیفورمه د چا تالاشي واخلي یا يې ودروئ. دغه شان ولایتونو ته هم د رسمي یونیفورم د استولو لړۍ پیل شوې هغه ولایتونو ته چې لا نه دي رسېدلي ژر به ورته ورسېږي."

نوموړي دغه شان وویل، چې دوی له بېلابېلو ادارو سره يې په یو مېکانېزم کار روان کړی دی چې په کابل ښار کې په شخصي جامو کې د ګرځېدونکو طالب وسله والو مخه هم ونیسي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت شاوخوا څلور میاشتې مخکې یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د کابل او کندهار لپاره یې پولیسو ته نوی یونیفورم جوړ کړی او وېش یې هم پیل شوی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت شاوخوا څلور میاشتې مخکې یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د کابل او کندهار لپاره یې پولیسو ته نوی یونیفورم جوړ کړی او وېش یې هم پیل شوی.

د طالبانو حکومت په ښارونو کې د مسوولو امنیتي کسانو لپاره توربخن یونیفورم ټاکلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې له دې وروسته همدا د امنیتي پلټونکو یونیفورم لري.

خو داسې ښکاري، چې طالب وسله والو تر دې دمه د خپلو لوړ پوړو چارواکو دغه امر نه دی عملی کړی.

XS
SM
MD
LG