د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د کابل-کندهار لویه لار؛ د سټارز او سټرایپس د خبریال د سترګو لیدلی حال


ارشیف، د کابل -کندهار لویه لار
ارشیف، د کابل -کندهار لویه لار
  • واشنګټن ایګزاماېنر

واشنګټن ایګزاماېنر د افغانستان د روان بشري ناورین په تېره بیا د میلیونونو خلکو په لوږې او بد اقتصادي وضعیت یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د ګڼو خلکو د خوراکي موادو زېرمې ختمې دي او کاروبار یې هم په ټپه درېدلی دی.

د خوراکي موادو د کمښت د بحران درې عمده لاملونه وچکالي، جګړې او د حکومت سقوط یاد شوی.

د دې ترڅنګ د امریکا له خوا د افغانستان د شااوخوا نهه نیم میلیارد ډالرو کنګلولو ته هم اشاره شوې ده.

د واشنګټن ایګزاماینر په لیکنه د امریکا دې اقدام د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا لپاره لار هواره کړې ده.

د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستان سره د بهرنیو مرستو لویه برخه بنده شوه چې ورسره دغه هېواد کې د څو اوونیو په موده کې د خوراکي موادو بیې ان تر دوو چندو لوړې شوې.

امریکا د افغانستان د شااوخوا نهه نیم میلیارد ډالرو کنګل کړل او ویې ویل چې دا پیسې نه ازادوي، خو له افغانانو سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا دې اقدام او افغانستان ته د نغدو پیسو د راتلو په سر لګېدلي محدودیتونه او خنډونه د دې لامل شول چې د خلکو اقتصادي وضعه ورځ تر بلې خرابه شي.

د ملګرو ملتونو له خوا اټکل شوی چې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ وي او که مرستندویه بنسټونه سمدستي لاس په کار نه شي، نو دا شمېرې لا پسې لوړې ځي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس لیکلي، د افغانستان د "مرګ په لویه لار" کې بمونه ورک شوي خو کړاوونه لا پسې ژور شوي.

دا مقاله د کابل – کندهار په لویه لار متمرکز ده چې یو وخت د مرګ په لویه لار مشهوره وه ځکه وخت ناوخته به د سختو بریدونو او کمینونو شاهده وه.

تر څنګ یې د دې لویې لارې په ګڼو برخو کې د دولتي ځواکونو د موټرو د کاروانو د هدف ګرځولو لپاره بمونه اېښودل کېدل.

سټارز اېنډ سټرایپس لیکي:

اوس چې سړی په دې لار تېریږي ښکاري چې څومره ویجاړه ده او لا بېرته نه دي رغول شوي.

سټرایپس زیاتوي اوس چاودنې نه کېږي، خو د لارې په سر د پرتو سیمو غربت او کړاوونه لا پسې زیات شوي.

د مقالې لیکوال د طالبانو په اوسني حاکمیت کې له کابل تر کندهاره په دې لویه لار د خپل سفر سترګو لیدلی حال بیان کړی.

له کابله څو مایله لرې یې د سړک په سر د هغه تنکي ځوان خبرې هم راخیستي چې بېلچه په لاس د سړک په ویجاړو ځایونو خاوره او شګه اچوي او له هر تېرېدونکي موټر د مدرسې د جوړولو په نوم پیسې غواړي.

تر دې ور هاخوا د طالبانو ځای ځای چک پاینټونو ته هم اشاره شوې چې د طالبانو وسله وال خلک تالاشي کوي او په یو نیم کس باندې چې شکي وي ښکته کوي یې.

د کابل کندهار لویه لار د امریکا په شااوخوا درې سوه میلیونه ډالرو باندې په ۲۰۰۳ کال کې بیا ورغول شوه.

سټارز اېنډ سټرایپس لیکلي، تمه وه چې د دې لارې بیا رغول به د خلکو په زړونو کې د امریکا لپاره ځای پیدا کړي، خو برعکس د جنګ په ساحه بدله شوه او د امریکا د ماتې سمبول وګرځېده.

XS
SM
MD
LG