د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

ولنټاین یا د مینانو ورځ؛ په افغانستان کې ځینې کسان دا ورځ په پټه نمانځي


ارشیف: په کابل کې مینانو د ورځې نمانځل
ارشیف: په کابل کې مینانو د ورځې نمانځل

نن د فبرورۍ ۱۴مه ولنټاین یا د مینانو ورځ ده.

یو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راپدېخوا د مینانو یا ولنټاین ورځ په پټه نمانځي.

یاسین وايي، ده او مېرمن یې له تېرو شپږو کلونو یو بل پېژندل او دوه کاله وړاندې یې واده وکړ.

د یاسین په خبره، د نامزادۍ پر مهال یې د مینانو ورځ په ښکاره نماځله، خو له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د نورو ځوانانو په څېر دغه ورځ په پټه نمانځي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د نوي حکومت په راتګ سره دا دوه کاله کېږي چې د داسې ورځو هېڅ هغه شور او خوند نه شته. دا یوازې یو کوچنۍ خوښي ده چې ځوانان خپلې ملګرې او یا هغه چاته چې غواړي یې ډالۍ واخلي."

جمیل او مرضیه بله هغه واده شوې جوړه ده چې د دوی په خبره په تېرو دوو کلونو کې د مینانو ورځ نه ده نمانځلې.

جمیل وايي، دا دوه ولنټاینونه دي چې دا او مرضیه یو بل ته پرته له مسکا بله څه نه شي ډالۍ کولای.

هغه وویل: "د څو کلونو لپاره موږ په کابل او هرات کې یو ځای وو، موږ دغه ورځ نمانځله چې د تېر کال او سږني کال په پرتله یې یو څه توپیر درلود. اوس دغه حالت کال تر کاله خرابېږي. موږ په کور کې یوازې یو او پرته له مسکا مو یو بل ته، بل څه ډالۍ نه شول کړای."

د مینانو ورځ یا ولنټاین په وروستیو کلونو کې د ځوانانو له خوا ډېره نمانځل کېده.

په دې ورځ هغه خلک چې یو بل سره مینه لري او یا خاوند او مېرمن وي خپل ډېر وخت له کور څخه بهر په سیل او چکر تېروي او یو بل ته ډالۍ اخلي.

د ګلانو پلورنځيو، رسټورانټونو او یو شمېر نورو لوی مارکېټونو د سرو ګلانو او بېلابېلو پوکاڼیو په راځړولو سره دغه ورځ نوره هم رنګینوله.

په کابل کې یو تن ګل پلورونکی صالح وايي، سږ کال د دوی په کارونو کې د ولنټاین ورځې لپاره کوم ځانګړی چمتووالی نه شته.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره اوس په افغانستان د مینانو ورځ نه نمانځل کېږي او ګل پلورنځیو دوکانونو کاروبار هم سوړ شوی دی. عکس له ارشیف څخه
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره اوس په افغانستان د مینانو ورځ نه نمانځل کېږي او ګل پلورنځیو دوکانونو کاروبار هم سوړ شوی دی. عکس له ارشیف څخه

صالح وویل: "نه، دا مهال موږ دومره عالي وسایل نه اخلو، موږ یوازې د تازه ګلانو په اندازه یو کارتن که جوړ کړو یا که یو نامزاد غواړی یوه ګوته یا ټیلیفون ډالۍ یوسي، موږ د دوی لپاره یو کارتن یا قوتۍ جوړه کړې، موږ نور د دې (د ولنټاین) ورځې لپاره ځانګړي څه نه دي جوړ کړي."

خلک وايي، تېر دوه کلونه پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو او د دوی له خو لګول شویو محدودیتونو د مناسبتي ورځو تر څنګ د عادي ورځو خوښي هم له دوی اخیستې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ولنټاین ورځ نمانځل غربي کلتور دی او د افغانانو په کلتور او ټولنه کې ځای نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

سره له دې چې د دې ورځې په کره تاریخ نه دی معلوم او هغه څه چې په دې اړه ویل کېږي یوې افسانې ته ورته دي، خو د تاریخي راویتونو له مخې سلګونه کاله وړاندې په لرغوني روم کې، د هغه وخت واکمن کلاډیوس پوهېده چې مجرد ځوانان د واده شوي نارینه وو په پرتله ښه جنګیالي کېدلای شي.

نو نوموړي په همدې خاطر د خپلو عسکرو واده منع اعلان کړ، خو په هغه وخت کې د ولنټاین په نوم یو کشیشي ژوند کاوه چې د واکمن له دې نظر سره مخالف و.

ولنټاین په پټه د خپلو سرتېرو ودونه د هغوي په خوښه مېرمنو سره کول چې د وخت په تېرېدو سره امپراتور د ولنټاین له دې کاره خبر شو او نوموړی یې زنداني کړ.

ولنټاین بیا د قانون څخه د سرغړونې له امله په مرګ محکوم شو.

په تاریخي روایتونو کې راغلي چې ولنټاین په زندان کې د یوه زنداني له لور سره مینه وکړه او په کومه ورځ چې دوی غوښتل د هغه د اعدام حکم صادر کړي، هغه نجلۍ ته د خدای په امانۍ په توګه یو لیک ولیکه او د دې لیک په پای کې لیکل شوي وه، چې ستا 'ولنټاین'.

ویل کېږي چې له هغه وخت راهیسې خلک د ولنټاین د قربانۍ په پار د نوموړي د ښخولو ورځ د "ولنټاین ورځ" په نوم نمانځي.

XS
SM
MD
LG