د فبرورۍ څوارلسمه که له ډیره وخته په نورې نړۍ کې د مینانو په ورځ یادیږي، خو په افغانستان کې اوس اوس یو نیم مین د دې ورځې د لمانځنې جرات پیدا کړی دی.
دا چې افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده، ښايي ډیرو کسانو دا ورځ په پټه هم لمانځلي وي.
خو په دې ورځ چې د کابل د نوي ښار د ګلفروشۍ کوڅې ته چې ورغلم، نو تر نورو ورځو په کې ګڼه ګوڼه زیاته وه. دلته د ګلونو په یوه پلورنځي کې کې یوځوان ولاړ و، داسې ښکارېده چې دا به مین وي. زه به خبرې ورسره وکړم او وروسته به د مینانو د ورځې په اړه ترې پوښتنه وکړم، چې څه وایي.
سلام علیکم، زه د ازادي راډیو خبریاله یم وروره کیدای شي، د مینانو د ورځې په اړه مرکه راسره وکړې؟
- ستاسې نوم؟
ځواب:علیکم سلام زما نوم احمد امید دی.
- ایا تاسې مین شوی یاست او د مینانو ورځ لمانځﺉ؟
ځواب: ولا کیدای شی، یو دوه کاله کیږي، چې زه مین یم او د عاشقانو په ورځ ورته تحفه وړم.
- تاسې دا ورځ څنګه لمانځﺉ په دې ورځ د خپلې معشوقې لپاره معمولاً څه ډول تحفه اخلﺉ؟
ځواب: معمولاً خلک ګل وړي، تحفه یې تازه ګلونه دي، ما هم ورته تازه ګل وړی دی.
- ایا په دې ورځ دې معشوقې تاته هم کومه تحفه اخیستې؟
ځواب: هو ولا را کړې یې ده، د هغې په زړه که هغه ساعت وي، لاس بند وي، ګلو بند وي، هرڅه چې د هغې خوښ وي، نو ماته یې راکوي.
- داسې ده، چې په افغانستان کې دوه مینان تر ډېره کوښښ کوي، چې خپله مینه پټه وساتي نو ایا داسې شوي، چې ته غواړي د مینانو ورځ ولمانځې د خپلی معشوقې لپاره دې تحفه اخیستې وي، د کورنۍ غړي مو درباندې شکي شوې وي او غصه یې درته کړې وي؟
ځواب: هو پر ما مې مشر ورور شکي شوی و، ما په دې ورځ کور ته یو ګل وړی و، راته یې وویل، چې دا ګل دې ولې راوړی؟ دا څه کوې؟ ما ورته وویل، چې بس خوښ مې شو را مې وړ او زه له ګلانو سره مینه لرم، نو دا ګل مې را وړ، پوښتنه یې رانه وکړه، چې ولې دې بیا په پلاستیک کې راوړی؟
ځواب مې ورکړ، چې بس همداسې زړه مې وشو را مې وړ اوس یې په ګیلاس کې اوبو کې ږدم او ساتم یې.
- ته دې خپلې معشوقې ته څه وخت خپله تحفه سپارې، دلته خو دا ورځ په ازاده توګه نه لمانځل کیږي؟
ځواب: دا خو یو راز دی مینان دا راز نه ښکاره کوي، خو که خپلوان وي، نو ورځو او یا راځي او که خپلوان نه وي بیا وعده ایږدو کوم هوټل ته یې را غواړو یا یې پارک ته بیایو بیا تحفه ورکو.
د فبروري د څوارلسمې یا د عاشقانې د ورځي په اړه بیلا بیل روایتونه موجود دي، خو په دې اړه یو نکل په دریمې میلادي پيړۍ پورې اړه لري.
ویل کیږي، چې د ایټالیا د دویم امپراطور په دور کې پوځ ته نارینه مجرد سربازان ډیر نیول کیدل او له همدې کبله یې نویو ځوانانو ته د واده اجازه نه ورکوله.
خو د سنټ ولنټاین په نوم یوه کشیش یې پر وړاندې مبارزه پیل کړه، هغه داسې چې نوموړي په پټه د نجونې او هلکان سره ودول. امپراطور، چې پرې خبر شو زنداني یې کړ، خو دی بیا په زندان کې په یوې جنۍ مین شو او د لومړي ځل لپاره یې هغې ته د مینې لیک ولیکه، چې وروسته د فبروري په څوارلسمه اعدام شو، نو له هغې راهیسې دا ورځ لمانځل کیږي.
افغانستان چې یوه سنتي ټولنه ده، ډیرې مینې نجونې کوښښ کوي، چې خپله مینه پټه وساتي.
په کلې کې د دوه مینو دیدنونه اسانه نه وي، خو دا دیدنونه په غلا غلا په باغ، پوله، پټي او تر ټولو ډیر په ګدر کې کیدای شي، چې ډېرې لنډۍ هم ورته ویل شوي.
وايي:
هر مازديګر دې لوی اختر دی -- ګودره ځکه دې صفت هرځای کومه
په مازديګر ګودر ته راشه -- زه به منګۍ په لپو ورو ورو ډکومه
اوبه د کوز ګودر خوږې دي -- ليلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
یوشمیر معشوقې بیا د خپلو مینانو د زړونو د تسلا لپاره داسې لنډۍ وایي:
مينه په تلو راتلو زياتيږي -- کله راځه کله به زه درځم مينه
مَينه يم منکره نه يم -- که شينکۍ خال مې د چړو په څوکو ځينه
خو داسې مینان هم شته چې د مینانو له ورځې یې بد راځي، ځکه دوی په خپلې مینې کې ناکامه شوي وي.
د کابل ښار یو اوسیدونکی اکرم خان وایي، چې دی په مینه کې ناکام شوی او اوس دا ورځ نه لمانځي:
″یاره زه خو یې خپله نه لمانځم، ولې چې زه په یوې نجلۍ باندې مین شوی وم، هغه هم ډیر پخوا. خو ماته دا پته نه وه، چې هغه یې په وړکتوب کې ورکړې، نو هغه بیا واده شوه، اوس زه دا ورځ نه لمانځم په دې ورځ د هغې ډیر زیات ارمان ماته راځي دومره ارمان چې زه یې نشم ویلای، وایم چې کاشکې نه وای واده او زما سره یې مینه وای نو ما به په دې ورځ ورته ګل ورکولو نو په دې ورځ دا احساس ډیر زیات له ځان سره کوم.″
د افغانستان په اکثرو سیمو کې د موجود فرهنګ له مخې هلکان او نجونې د مور او پلار په خوښه واده کوي، داسې هم کیږي، چې مور او پلار د هغوی د خوښې پرخلاف واده ورته وکړي.
چې په دې سره نه یوازې دا چې د مینو زړونه ماتیږي، بلکې دا یوه لویه ټولنیزه ستونزه هم ده، چې وروسته په ځینو مواردو کې د کورنیو تاوتریخوالي سبب کیږي.
راپور: ذکیه غیاثي نذیر