د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

کابل کې د تېرو کلونو پرتله د والنټاین ورځې نمانځنه پیکه وه


ارشیف؛ د ګلفروشي کوڅه
ارشیف؛ د ګلفروشي کوڅه

فبروري۱۴مه ولنتاین یا د مینانو له ورځې سره برابره ده.

کابل کې یو شمېر مینانو ازادي رادیو ته وویل چې سږکال یې دا ورځ ځکه په ښکاره نه ده نمانځلې چې وېره لري طالبان ېې پیدا کړي او بندي یې کړي.

فاطمه نېږدې درې کاله کېږي چې خپل ماما زوی قاهر سره مینه لري.

هغه وایي چې په دې موده کې دوی هر کال د مینانو ورځ نمانځلې.

ارشیف؛ په کابل کې د ولنتاین ورځ
ارشیف؛ په کابل کې د ولنتاین ورځ

خو د فاطمې به خبره، سږ کال به یې ونه شوای نمانځلی:" سږکال په کابل کې وېره او وحشت خپور دی؛ کله چې هغه کسان چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي دوی یې بندي کوي نو دوه کسان چې د مینانو ورځ نمانځي هغوی خو به بیخی ونیسي او بندي به یې کړي"

قاهر وایي د مینانو ورځ یو بل سره د مینې او محبت کولو ورځ ده او طالبان باید د دې ورځې خلاف نه وي.

قاهر زیاتوي:" یو له بل سره مینه کول جرم نه دی، دا د اسلام خلاف خبره هم نه ده او د زړه خبره ده،موږ تیر کال دا ورځ کابل کې ونمانځله ، خو سږکال وېره لرو نو پرېکړه مو وکړه چې دا ورځ په کور کې او ونمانځو"

مینان د ولنتاین په ورځ یو بل ته سره ګلان او ډالۍ ورکوي
مینان د ولنتاین په ورځ یو بل ته سره ګلان او ډالۍ ورکوي

په ورستیو څو کلونو کې به، د کابل ښار د ګلفروشۍ کوڅه به هر کال به د مینانو ورځې لپاره مخکې له مخکې په سره ګلانو او پوقانو سینګارېده، خو سږکال د دې کوڅې ګل پلورونکو د مینانو ورځې لپاره هېڅ چمتووالی نه دی نیولی.

د کابل ښار د ګلفروشي کوڅې یو ګل پلورونکی، چې نه غواړي نوم ېې په دې راپور کې واخیستل شي وایي:" سږکال کوڅه داسې خاص دیزان شوې نه ده؛ اوسني وضعیت ته په کتو خلک ډاریږي چې د طالبانو حکومت کومه ستونزه ورته رامنځته نه کړي؛ځینې خلکو لږ لږ ګلان اخیستي"

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:" که موږ فکر وکړو داسې منفي شیان په ټولنه کې نه منل کېږي، موږ ډاډه یو چې خلک په خپله دا کارونه نه کوي، تېرو شلو کلونو کې دا تحمیلي او تشویقي برنامې وې چې د ډالرو په وسیله په خلکو تحمیلېدې. اوس افغانان خپل دین لري، خپل کلتور لري، خپل اساسات لري،عزت لري چې د هغو په چوکاټ کې به کلتور او مثبت رواجونه نمانځي"

په تېرو شلو کلونو کې او په ځانګړي توګه په تېرو څو وروستیو کلونو کې کابل کې د مینانو ورځ د مینانو ترمنځ په ښکاره ډول نمانځل کېده،په دې ورځ به دوی په چکر وتل او یو بل ته به یې ډالۍ هم اخیستې.

دا ورځ یوازې مجردانو پورې نه وه محدوده، بلکې هغوی هم نماځله چې په مینه یې ودونه کړي وه.

XS
SM
MD
LG