د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د ډېری ګالریو بندېدل؛ ځینې هنرمندان: طالبانو د څېرو انځورول حرام اعلان کړي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې يو شمېر هنرمندان او انځورګران وايي چې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د دوی انځورونو پلور کم شوی او دې له امله یې خپلې ګالریانې تړلي او اوس وزګار دي.

انځورګر بهرنګ اتي، چې په کابل او هرات کې یې هنري فعالیتونه درلودل وايي، اوسمهال په افغانستان کې د هنر وضعیت ښه نه دی او هنرمندان نه شي کولای چې هنري فعالیتونه ولري او له دې لارې عاید تر لاسه کړي.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو بازار سوړ شو او زه دې ته اړ شوم چې ګالري وتړم.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د جمهوریت پر مهال د انځورونو خرڅلاو ښه و. موږ یوه ګالري درلوده، یا مو فرمایشونه درلودل، یا به موږ انځورونه پلورل. موږ کولای شول چې یو نسبي عاید ولرو. کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو بازار سوړ شو او زه دې ته اړ شوم چې ګالري وتړم."

ښاغلی اتي وايي چې په کابل او نورو ولایتونو کې یو شمېر نور هنرمندان هم پېژني چې په ورته حالت کې دي او له خپل هنر څخه هېڅ عاید نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا به خلکو د فراغت، کار او کالیزو په مراسمو کې یو بل ته هنري انځورونه ډالۍ کول، خو اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله، جشنونه کم شوي او د دې انځورونو د پلور او پېر بازار سوړ شوی دی.

د هرات ولایت يو انځورګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې له لسو کلونو راهيسې د رياليزم په سبک انځورګري او نقاشي کوي.

نوموړی زياتوي، پخوا يې په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې برخه اخيستې او ان په نړيوالو سياليو کې يې هم ګډون درلود، خو اوس د نندارتونونو او د نقاشيو د خرڅلاو فرصت د نشتوالي تر څنګ پر هنرمندانو نور بندیزونه هم لګول شوي دي.

کله چې هنر سانسور شي نو هنرمند نه شي کولای خپل نظر د هنرله لارې بیان کړي او اعتراض وکړي.

هغه زیاتوي: "په اوسنیو شرایطو کې نه یوازې دا چې زمونږ انځورونه نه پلورل کېږي، بلکې موږ په اوسنیو شرایطو کې هنري کار نه شو کولای. طالبانو د انسانانو د مخونو انځورول حرام اعلان کړل. کله چې هنر سانسور شي نو هنرمند نه شي کولای خپل نظر د هنرله لارې بیان کړي او اعتراض وکړي، دا نور هېڅ ګټه نه لري."

د دې هنرمندانو د ادعاوو او دا چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په افغانستان کې د هنرمندانو د اثارو د نندارتونونو جوړولو او پلورلو لپاره څومره زمینه برابره کړې ده، ومو غوښتل، چې په دې اړه د یاد وزارت له ویاند عبدالمتین قانع وپوښتو، خو نوموړي د ژمنې سره سره د راپور تر خپرېدو ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته زیات شمېر هنرمندان او انځورګران هم له افغانستانه ووتل او هغه هنرمندان چې په افغانستان کې ژوند هم کوي، د خپلو هنري اثارو د خرڅلاو د کموالي له امله، ډېر کم هنري اثار جوړوي.

راپور - ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG