د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

ناصر سرمست: په دوو سندرو چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په ننګه دي کار کوو


د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ د موسيقۍ ډله، انځور - ارشيف
د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ د موسيقۍ ډله، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په تړاو د اعتراضونو په دوام سره افغان هنرمندان هم هڅه کوي چې د خپل هنر له لارې په دې برخه کې مبارزه لا ګړندۍ کړي.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وويل، چې د دوی د موسيقۍ ډلې د افغان مېرمنو د زده‌کړو او کار حق د غوښتلو په موخه د دوو سندرو په جوړولو کار روان کړی دی.

ښاغلي سرمست وویل، چې ډېر ژر به په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ او د دغه هېواد فرهنګي مرکز هم په رسمي ډول پرانستل شي.

په دوو سندرو چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړې د حق غوښتنې په ننګه دي کار کوو."

نوموړی وايي: "موږ هیله لرو چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو میاشتو کې په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ او فرهنګي مرکز په رسمي توګه پرانيستل شي، خو د دې ترڅنګ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ګروپونو او ارکسترونو یو شمېر پروګرامو تر لاس لاندې لري. د مارچ د اتمې نېټې لپاره هم په دوو سندرو چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړې د حق غوښتنې په ننګه دي کار کوو."

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست

په ورته وخت کې د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال به سندرې ډېرې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په لګیدلي بندیزونو متمرکزې وي.

نوموړې وايي: "په ۲۰۲۳کې، زه د سندرو په چمتو کولو بوخته یم، زما ډېری سندرې به په نجونو په لګول شويو بندیزونو، زما په هېواد کې د اوسني وضعیت او ناکراریو متمرکزې وي."

تر دې وړاندې هم مېرمن نغمې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو لګول شويو بندیزونو ته سندره ویلې وه.

هغې دا سندره له موسیقۍ پرته ویلې ده، ځکه په باور یې دا سندره به هغه خلک هم واوري چې موسیقي حرامه ګڼي.

سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه
سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه

بل‌خوا یو بل افغان سندرغاړي احمد مرید ازادي راډيو ته وویل، چې دی په دری څلورو داسې سندرو کار کوي ، چې د افغانستان له ننني شرایطو سره برابرې دي.

ښاغلي مريد وويل: "هغه سندرې چې په اوسني حالت کې اړینې دي او ضرور دی چې دا ډول اشعار او سندرې وویل شي، ما په درې څلور کار پیل کړی دی، په یوې کې افغان مېرمنې مخاطب دي، وایي: (کی گفته است که خموش شو؟ ترانه بخوان! ترانه چیست غزال‌های عاشقانه بخوان."

په داسې حال کې چې افغان هنرمندان د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په سندرو جوړولو بوخت دي، د طالبانو حکومت له تېرو اوولسو میاشتو راهیسې د ښځو پر زده کړو، کار او د ژوندانه پر نورو فعالیتونو د سختو بندیزونو لګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی دی.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو مخکې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې په‌کې ادعا کوي طالبانو د موسیقۍ وسایل مات کړي او سوځولي او سندرغاړي او موسیقي غوږونکي یې ځورولي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاندويانو دغه ادعاوې نه رد کړي او نه یې تایید کړې دي.

د موسیقۍ نړیوالې شورا هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده.

د يادونې ده، چې تر اوسه د طالبانو له‌خوا پر ښځو د بنديزونو د لرې کولو هڅې ناکامې شوي او د طالبانو حکومت تل د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټينګار کړى دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG