د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

یو شمېر افغان ځوانان: په موسیقي له بندیز وروسته د خوښیو مراسم پیکه شوي


ارشیف: د موسیقي اله
ارشیف: د موسیقي اله

یو شمېر ځوانان وايي، په موسیقي د بندیز له لګېدو وروسته اوس د خوښیو په محفلونو کې مشاعرې کوي.

یو شمېر ځوانان وايي، د طالبانو حکومت لخوا پر موسیقي له بندیز وروسته خلک د خپلو خوشالیو د نمانځلو لپاره مجبور دي یا مشاعرې وکړي او یا هم خپلې خوښۍ په عادي ډول ونمانځي.

ادریس سیاوش هغه ځوان دی چې تازه یې د خپل واده په مراسمو کې مشاعره جوړه کړې وه.

نوموړی په ودونو کې د مشاعرو د ډېرېدو یو لامل په موسیقي بندیز ګڼي.

هغه زیاتوي، ډېری کسان اوس خپلې خو‏ښۍ په عادي ډول نمانځي، خو ده ځکه په خپل واده کې مشاعره وکړه چې د یوې فرهنګي کورنۍ اړوند دی.

نوموړي وویل: "یو لامل دا هم دی چې مخکې به په واده کې سندرې وې، اتڼ به و، خو ما ځکه په واده کې مشاعره جوړه کړه چې پلار مې ارواښاد اسحاق ننګیال مشهور شاعر تېر شوی، د دې ترڅنګ ډېر ملګري مې فرهنګیان، شاعران او لیکوالان دي او خپله مې هم سر او کار له کتابونو، کتابچو او قلمونو سره دی."

که څه هم سیاوش خوشاله دی چې د واده مشاعره یې ګډونوالو خوښه کړې، خو د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، د خوښیو په محفلونو کې پر موسیقي بندیز د دې محفلونو خوند کم کړی او اوس د موسیقي پر ځای په محفلونو کې یوازې د خلکو شور او شر تر غوږونو کېږي.

هغه وايي: "څنګه چې تاسې اورئ، زه همدا شېبه په یوه واده کې يم، خو د واده دا محفل هېڅ د خوښۍ محفل ته ورته نه دی. مېرمنو ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې دا خوشالي ونمانځي او موسیقي وغږوي."

دا یوازې کابل نه دی چې د خوښیو په محفلونو یې موسیقي نه شته، په نورو ولایتونو کې هم خلک اوس موسیقي نه غږوي او په ډېرو محفلونو کې یا مشاعرې کېږي یا هم په عادي ډول تېرېږي.

د موسیقي یوه اله
د موسیقي یوه اله

د خوست اوسېدونکی سبیل ساد وايي، په دې ولایت کې اوس تر ډیره د خوښیو په محفلونو کې د موسیقي ځای مشاعرو نیولی.

ساد وویل: "ډېره داسې کمه اوونۍ تېرېږي چې خوست کې دې مشاعره نه وي، وجه یې هم دا ده چې پخوا به د هنرمندانو ټنګ ټکور او سندرې وې، خو اوس د هغوی مخه نیول شوې ده او پر ځای یې په ودونو، فراغت غونډو او نورو ښادیو کې مشاعرې کېږي."

طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو سره سم په موسیقي بندیز ولګاوه او د رسنیو ترڅنګ یې په محفلونو کې هم د موسیقي غږول بند کړل، له همدې امله اوس د خوښیو په محفلونو کې یا مشاعرې کېږي یا هم ختمونه.

مخکې تر دې داسې راپورونه هم خپاره شوي، په یو شمېر ولایتونو کې چې د ودونو په محفلونو کې موسیقي غږول شوې، د کور نارینه د طالبانو له خوا ځورول شوي او ان وهل ټکول شوي دي.

د تېر کال د لړم د میاشتې په اتمه نېټه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو کورنۍ ادعا وکړه، چې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو له امله طالب وسله والو پر دوی ډزې کړې، چې درې کسان په کې وژل شوي او یو شمېر تپیان شوي دي.

خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وروسته وویل، چې دا کسان چې د نوموړي په خبره د دوی له نوم یې استفاده کړې وه او شخصي دښمني یې پالله نیول شوي دي.

د دې تر څنګ په تېره کې په ټولنیزو رسنیو څو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې لیدل کېدل یو شمېر وسله وال چې شخصي جامې یې پر غاړه دي د موسیقۍ الات ماتوي او سوځوي یې.

هغه مهال طالبانو په دې اړه څه ونه ویل، چې دا کار د دوی کسانو کړی که نه، خو د دوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یې ویلي چې موسیقي د اسلام دین له نظره حرامه ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د موسیقۍ نړیوالې شورا بیا په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG