د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

په هرات کې د تاریخي منارونو د بیا جوړولو کار پیل شوی


د هرات منارونه
د هرات منارونه

په هرات ولایت کې د تاریخي منارونو د نړیدلو په اړه د یو شمېر فرهنګیانو او خلکو له اندېښنو څرګندولو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د لرغونو منارونو د بیا جوړونې کار روان دی.

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د تاریخي منارونو د بیا جوړونې چارې روانې دي.

د دغه ریاست د تاریخي ابدود برخې رییس زلمي صفا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ګوهرشادبیګم د منار د بیا جوړونې چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ لخوا مخته ځي.

هغه وویل: "د پنځم منار یا د ګوهرشادبیګم د جامع مسجد کار چې په هرات کې لرغونی منار دی چې شپږسوه او څلور کاله لرغونتوب لري، یاد منار همدا اوس د جوړېدلو په حال کې دی."

ښاغلي صفا وویل، په هرات ولایت کې د لرغونو منارونو د بیا جوړونې کار په تېرو کلونو کې د اغاخان فرهنګي بنسټ او د فلورانس ایټالیایي پوهنتون په ګډه همکارۍ پیل شوی و، خو بیا د بودجې د کمښت او د نظام د بدلون له وجې وځنډېده.

مخکې له دې هم په هرات ولایت کې یو شمېر فرهنګیانو له ځینو رسنیو سره تاریخي ابدو ته د طالبانو د نه پاملرنې په هکله خبرې کړې وې او په دې یې نیوکه کړې وه، چې د طالبانو حکومت لرغونو اثارو ته پاملرنه نه کوي.

له بلې خوا لرغون پوهان هم تاریخي اثار د یوه ملت فرهنګ او پېژندنه بللې او د لرغونو اثارو ساتنه او پالنه یې یو اړین کار یاد کړی دی.

د تاریخي اثارو په برخه کې یو تن پوه ازادي راډیو ته په دې هکله وویل: "موږ سره له دې چې کولی شو د خپلو لرغونو اثارو ساتنه وکړو، د بهرنيو سیلانیانو پام هم خپلو تاریخي ابدو ته اړولی شو او له دې لارې څخه دولت ته عواید راټولی شو. د یوه هېواد د تاریخ، فرهنګ، ادب، هنر، او صنعت ښکارندوی د هماغه هېواد منقول او غیر منقول تاریخي اثار کوي."

په هرات ولایت سربېره په بامیانو، غور، غزني، بلخ او نورو ولایاتو کې هم لرغوني اثار موجود دي.

په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په وینا دمګړی په دې ولایت کې اوه سوه او اتیا تاریخي ابدې او لرغونې سیمې شته دي.

XS
SM
MD
LG