د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

په کابل کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې نړېوال کنفرانس جوړ شو


افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې په درې ورځني کنفرانس کې، چې د یونسکو یا د م م د کلتوري او علمي چارو ادارې له خوا جوړ شوی و
افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې په درې ورځني کنفرانس کې، چې د یونسکو یا د م م د کلتوري او علمي چارو ادارې له خوا جوړ شوی و
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فرهنګي میراثونو او تاریخي ارزښتونو د ساتنې خورا ډیرې اړتیاوې لیدل کیږي، افغان حکومت هڅه کوي چې د افغانستان تاريخي ابدات او اثار، اصیلي افغاني موسیقۍ، لاسي صنایعو او نورو کلتوري ارزښتونو ساتلو ته لار ډیرې لارې چارې پیدا کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین، د افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې په درې ورځني کنفرانس کې، چې د یونسکو یا د م م د کلتوري او علمي چارو ادارې له خوا جوړ شوی و، وویل چې په هرات، غور، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې تاریخي ابدات د ورکېدو او خرابېدو په حالت کې دي، چې سمې بودیجې او ډیر پام ته اړتیا لري:

“د فرهنګ په حق کې چې، کومې بې پروایي شوي دي په اړه یې ګیلې موجودي وې، چې موږ او نړېواله ټولنه یې باید په ګډه جبران وکړو، د افغانستان فرهنګي میراثونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

زموږ تاریخي ودانۍ او هنري اثار په خطر کې دي، د هرات منارونه او زموږ محلي سندري د ورکېدو په حال کې دي، زموږ مهمه ستونزه د بودیجې کموالی دی او دغه بودیجه د افغانستان د حکومت یو فیصد هم نه جوړوي.”

په کنفرانس کې د یونسکو استازي او په دغه اداره کې د افغانستان استازي د هېواد د تاریخې اثارو د ساتلو لپاره د همکارېو ژمنې وکړې.

په افغانستان کې تاریخي اثار او ابدات د پیړیوـ پیړېو ها خوا د دې ولس د کلتورونو او ارزښتونو بیلګې دي، د وروستیو درو لسیزو په جنګ جګړو، او کورنیو قاچاق وړونکو له ګواښ سره مخ شوي او ځينې یې له منځه هم تللي دي.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د راپورونو له مخې د هلمند ولایت ډیر تاریخي ابدات او اثار له منځه تللي دي او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس علي شاه مظلومیار د افغان دولت او نړېوالو مرسته کوونکو ادارو څخه غواړي چې د دغه ولایت تاریخي اثارو ته ډیر پام وکړي.

په افغانستان کې لرغون پوهان او څېړونکي وايي، چې اوس هم په هېواد کې د تاریخي اثارو قاچاق، پر خپل سر کیندنې، په لرغونو سمیو کې د کورونو جوړېدل دوام لري.

د دوي په خبره که د دغو کارونو مخنیوي ونه شي نه یوازې دا چې د افغانستان لرغوني او تاریخي اثار به نور هم منځه ولاړ شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG