د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ممثله ارزو وداع: د هنري فعاليتونو نه‌شتون له بد اقتصادي وضعيت سره مخ کړې يم


د يو افغان فلم انځور، ارشيف
د يو افغان فلم انځور، ارشيف

په افغانستان کې د فلمونو او تمثیلي ټوټو لوبغاړې ارزو وداع وايي، اوس چې هنري فعالیتونه نه‌لري، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د اغلې وداع يوه ویډيو په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له‌خوا ډېره لاس په لاس کېږي، چې نوموړې په‌کې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

ارزو چې په افغانستان کې ۱۵ کاله د فلمونو او تمثیلي ټوټو د لوبغاړې په توګه يې کار کړی، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اوس په واټونو کې قلمونه او کتابچې خرڅوي، خو دا چې د معدې زخم لري، ډاکټرانو ورته د استراحت کولو ویلي دي.

ااغلې وداع وايي، د دوه کورنیو سرپرسته ده.

نوموړې وويل: "موږ هغه څه چې درلودل ومو پلورل او وموخوړل، په دې وروستیو کې هیڅ هم راپاتې نه‌شول. دومره مې وکړل چې سرکونو ته ووځم، قلمونه او کتابچې وپلورم. له ډېر سترس او خواشینې نه مې مور مړه شوه او ما هیڅ هم ونه‌شول کولای. د معدې زخم مې پیدا کړ او د کار کولو نه هم پاتې شوم."

ارشيف
ارشيف

اغلې وداع وايي، د هنر له مینه‌والو او د طالبانو له حکومت یې دا غوښته ده، چې نه یوازې دې بلکې، ټولو اړمنو کسانو سره د خپل وس او توان په برابر مرسته وکړي.

دا یوازې ارزو وداع نه‌ده، بلکې د نوموړې په شان ډېری نورې افغانې مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې وې او د طالبانو د حکومت له‌خوا پر دوی د لګول شویو محدودیتونو له امله وزګارې شوي، له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان فلم اوسني مشر مولوي شفیع الله "جاوید افغان" د افغان هنرمندانو او لوبغاړو د ژوند د وضعیت په اړه زموږ پوښتنو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل: "په عموم کې زموږ د وګړو اقتصادي ستونزې شته، حتی ځینې بیا د نه زغملو له کبله په رواني ناروغیو اخته شي. موږ د خپل توان مطابق له ټولو افغانانو سره مرسته کوو، په ځانګړې ډول هغو کسانو سره چې له اوسنيو اقتصادي ستونزو کړیږي."

په ورته وخت کې د افغان فلم پخوانۍ رئیسه، صحرا کریمي وايي، د افغان د مېرمنو ستونزو پر اړه نړیواله ټولنه او افغان نارینه چوپه خوله دي او دا د حل لاره نه‌ده.

صحرا کريمي
صحرا کريمي

اغلې کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د حل لاره دا ده چې د افغانستان خلک دې له دې وژونکې خاموشۍ څخه ووځي او اعتراض وکړي، موږ باید نړیواله ټولنه مجبوره کړو چې طالبان، دا د ښځو ضد ډله، دې ته اړه کړي چې له خپلو کړنو لاس واخلي. دا ۲۱مه پېړۍ ده او تاسو نه‌شئ کولای چې ښځې له ټولنې څخه لیرې کړئ."

خو د نړۍ هېوادونو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو تل د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي، چې پر دوی خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

"د حل لاره دا ده چې د افغانستان خلک دې له دې وژونکې خاموشۍ څخه ووځي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د ټلوېزیون او سینما په پردو د ښځو شتون په جزوي ډول یا په بشپړه توګه ورک شوی دی.

په بېلابېلو رسنیو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو سربېره، ښځې او نجونې د طالبانو له‌خوا په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو، په منځنیو ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زده‌کړو او دغه شان پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

دغه شان حجاب پرې اجباري شوی او له شرعي محرم پرته لرې واټڼ سفر هم نه‌شي کولای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG