افغانستان
د کابل ښار پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوه کارکوونکې ووژل شوې
افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.
د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو لهخوا وپېژندل شول.
هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازهیې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.
اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پرون په کابل ښار کې د سپرلیو دوه ټونس ډوله موټرو باندې د پرسونل ضد ماینونو چاودنې شوي چې له املهیې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
تر دې دمه کومې ډلې یا کس د دې چاودنو مسؤلیت نهدی منلی.
په دې وروستیو کې، د کابل لوېدیځ سیمو کې ښاري موټرونه د ماین چاودنو هدف ګرځېدلي.
د جون په درېیمه په همدې ډول یوه بله چاودنه کې د اریانا تلویزیون د خبرونو وړاندې کوونکې مینا خیري، مور او خور یې هم ووژل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لیرې کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لیرې کړي.
هغې دا څرګندونې کابل د استالف ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه له لیدنې وروسته وکړې.
ګانیون په هغه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ د یوناما په فېسبوک پاڼه خپره شوې، وايي چې واکمن چارواکي لا هم په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په دولتي ښوونځیو کې له زدهکړو منع کوي.
هغې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي، څو نجونې وکولای شي د خپل پرمختګ ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې او وروسته یې په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي بنسټونو کې د هغوی پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
د نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د خلکو له غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لغوه کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ ۲۳۴۶ افغانان بېرته ستانه شول
د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۲۳۴۶ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له دې ډلې څخه له دوو زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې نږدې ۵۰۰ افغان کډوال هم له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل کړې ده.
په دې موده کې لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.
له بلې خوا، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو څو ځله راډیو ازادي ته ویلي چې پر دوی فشارونه زیات شوي دي.
په دې وروستیو کې د بې پولې ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) هم ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو، د کار او عاید له لاسه ورکولو او په زوره افغانستان ته د ستنولو له وېرې سره ژوند کوي.
دغه نړیوالې مرستندویه ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
ننګرهار کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي
ننګرهار ولایت کې سیمهییزو طالب چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله د یوه کور د چت د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.
په شینوارو ولسوالۍ او همدارنګه د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې سېلابونو خلکو او عامه تأسیساتو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په نورستان او د هغه ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
جرمني روان کال زرګونه کسان له هیواد ویستلي دي
جرمني دروان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه دپاسه ۹ زره او شپږ سوه کسان له هیواد ویستلي دي.
دا شمیر د تیرکال د همدې مودې په پرتله کم دی.
تیرکال جرمني په همدې موده کې ۱۱ زره او ۸۰۰ کسان ستانه کړي وو.
دا شمیرې د جرمنې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پربنسټ خپرې شوي دي.
جرمني په دې وروستیو کې افغانستان ته هم د ایستل شویو کسانو الوتنې بیا پیل کړې دي، هغه اقدام چې د طالبانو له حکومت سره د همغږۍ اړتیا له امله د منتقدانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
تیره سه شنبې د جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر څخه یوه ډله افغانان په یوې چارتر الوتکه کې کابل ته واستول شول.
دبښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغانانو جبري ستنول ودروي
د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستنولو په برخه کې همکاري ودروي.
د سازمان د چهارشنبې ورځې اعلامیه وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو کسانو لپاره چې په زور ورستنېږي، خوندي ځای نه دی.
یاد سازمان وايي چې طالبانو واک ته له ستنیدو وروسته د وګړو د حقونو ډېر قوانین او حمایوي چوکاټونه له منځه وړي او د تبعیضي فرمانونو او پالیسیو له لارې یې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو، اساسي حقونه محدود کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه محدودیتونه له نورو سزاګانو لکه په دُرو وهلو، خپل سرو نیونو، جبري ورکېدنو، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مل دي.
دبښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره هر ډول هوکړه د اروپايي ټولنې له نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو له ژمنو، په ځانګړي ډول د جبري نه ستنولو له اصل سره په ټکر کې ده.
دغه سازمان وايي چې د افغانانو جبري ایستل هغوی د بشري حقونو د نقض، نیول کېدو، شکنجې او د بشري ناورین له خطر سره مخامخ کولای شي.
دبښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پر ځای دې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
د اروپا کمیسیون د چنګاښ په دویمه نېټه په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربه و،څو د افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې وکړي.
پاکستان د ۱۶ زره افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د ۱۶ زره افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو ،سپین ږیرو او سپین سرو، د استوګنې موده یې غځولې ده.
طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د اسد په ۷مه، یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغو کډوالو د استوګنې موده د بشري دلایلو له مخې تمدید شوې ده.
هغه زیاته کړه چې هممهاله د نږدې ۹۰ زره نورو افغان کډوالو دوسیې هم تر څیړنې لاندې دي او هغه کسان چې قانوني اسناد ونه لري، له پاکستانه به وایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) د سېشنبې په ورځ د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هغوی د نیول کېدو، د کار له لاسه ورکولو او جبري ایستلو له وېرې سره ژوند کوي. دغه سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
د بې پولې ډاکترانو په وینا، د نیول کېدو وېره د دې لامل شوې چې ډېر کډوال روغتیايي مرکزونو ته تګ او د درملنې ترلاسه کول وځنډوي، یا ترې په بشپړه توګه ډډه وکړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» په چوکاټ کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې له ۲.۵ میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
داعش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه
د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه.
امیري د سې شنبې په ورځ د بهارک-فیض آباد سړک په اوږدو کې د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو او بل ټپي او ونیول شو.
ذبیح الله امیري د هلمند د طالبانو د والي امان الدین منصور وراره دی.
بدخشان په دې وروستیو کې د څو امنیتي پیښو شاهد و، چې پکې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز سقوط او په زیباک ولسوالۍ کې نښتې شاملې دي.
د انساني قاچاق ضد ورځ؛ له خطر سره مخ زیانګالي افغانان
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د انساني قاچاق له خطرونو سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د جولای په ۳۰مه د قاچاق ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې دا غوښتنه مطرح کړې.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راستنیدل، د کلیوالي سیمو د اقتصادي وضعیت خرابي، په بشري مرستو کې د پام وړ کمښت، طبیعي پیښې او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه د انسانانو د قاچاق او استثمار په وړاندې د خلکو زیانګالي زیاته کړې ده.
د بیان له مخې له مالي فشار سره مخ خلک جبري او نا امنو کارونو، جنسي استمثار یا ناوړه ګټې اخیستنې، غلامۍ ته ورته شرایطو او ان له رضایت پرته د بدن د غړو لرې کولو ته اړ ایستل کېږي.
ښځې، ماشومان، راستنیدونکي او پوروړي د انساني قاچاق او استمثار له جدي خطر سره مخ دي.
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې تېره شپه ناوخته لږ تر لږه لس پاکستاني پولیس په یوه برید کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
بریدګرو لومړی په هنګو کې د پولیسو یو مرکز په یوه ډرون شکله الوتونکې وسیلې هدف ګرځولی او بیا یې ډزې پیل کړي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته تایید کړې چې د پولیسو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
د هغه په خبره په نښتو کې لس پولیس او ۱۵ وسله وال بریدګر وژل شوي.
د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې وسله وال بریدګر له افغان خاورې پر پاکستان داسې بریدونه پلان او ترسره کوي.
هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی.
ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې تورنې کړي چې دا بریدونه
دا روانه اوونۍ د پاکستان په امنیتي ځواکونو دویم وسله وال برید دی.
د جولای په ۲۵مه هم د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۲ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.
د هغه برید مسوولیت ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.
راشدخان او عظمت الله عمرزی د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه رده بندۍ په سر کې
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه رده بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزی بیا په لومړیو مقامونو راغلي.
راشدخان په نړۍ کې د یو ورځنیو او شل اووریزو د بالرانو تر منځ په سر کې دی.
عظمت الله عمرزي هم په الرونډرانو کې لومړی ځای خپل کړی.
محمد نبي په الرونډرانو کې دریم مقام ته رسیدلی.
اخوا بیا ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په لیسټ کې پنځم ځای خپل کړی.