د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۴۹

طالبانو د نړۍ فرهنګي میراثونو نوملړ کې د بابر بڼ د ثبتېدو غوښتنه کړې


په کابل کې د بابر بڼ یوه څنډه
په کابل کې د بابر بڼ یوه څنډه

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو له عملي او کلتوري سازمان یونسکو څخه غوښتي چې په کابل کې د بابر بڼ د دې سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي.

د دې وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس لخوا په یوه خپره شوې ويډیو کې ویلي دي، چې بابر بڼ د یونسکو د فرهنګي میراثونو په معیارونو برابر دی او دوی هیله من دي چې ژر دا بڼ د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شي.

عزیزي وايي: "په تاریخي لحاظ خپله نړیوال هم په دې معترف دي او زموږ هم دا هیله ده چې یونسکو بابر بڼ د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل کړي. په همدې خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یوه مکتوب له لارې د یونسکو له سازمان څخه غوښتي چې بابر بڼ د یونسکو د فرهنګي میراثونو په معیارونو برابر دی او باید د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې حساب شي."

د بابر بڼ چې په ۱۵۲۸ میلادي کې د کابل په شېردروازې سیمه کې ورغول شول، نېږدې پنځه پېړۍ تاریخي قدامت لري.

د مغلي امپراتورۍ لومړنی واکمن ظهیرالدین محمد بابر په همدې بڼ کې خاورو ته سپارل شوی، چې په همدې خاطر یې د بابر بڼ هم بولي.

خو ایا دا بڼ د یونسکو په هغو لسو معیارونو برابر دی چې د فرهنګي میراثونو د ثبتولو لپاره یې ټاکلي دي؟ لیکوال او د علومو اکاډمي غړی شریف الله دوست سرواني په دې اړه ازادی راډيو ته وویل: "دا بڼ د یونسکو هغه لسه معیارونه چې د بشري نبوغ شهکار وي، د بشري ارزښتونو بېلګه وي، مهمه فرهنګي او تاریخه سیمه وي، بله دا چې یونسکو وايي ۵۰ کاله تاریخي مخینه ولري خو دا بڼ ۵۰۰ کاله تاریخ لري، همداسې د ښکلا، چاپېریال او ایکو سیستم له اړخه هم غوره دی او بله دا چې په خطر کې هم دی، نو دې ټولو مسایلو ته په کتو باید دا بڼ د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شي."

ښاغلی سرواني وايي، په ایران کې بابر بڼ ته ورته یو بڼ په ۱۳۷۲ لمریز کال کې یونسکو د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت کړ او په کار ده بابر بڼ هم دې نوملړ ته ور زیات شي.

له تاریخي او فرهنګي ارزښت ور هاخوا بابر بڼ د کابل د اوسېدونکو لپاره د تفرېح یو مهم ځای هم دی چې له ډېر مخکې څخه کورنۍ او ځوانان ورځي او د دې بڼ د ونو او ګلانو په منځ کې د ژوند څو شېبې خوشاله تېروي.

د بابر بڼ یوه څنډه
د بابر بڼ یوه څنډه

د کابل اوسېدونکی محمد طاهر پښتونیار چې لومړی ځل د سردار محمد داود خان په واکمنۍ کې او بیا وروسته په ډېرو نورو حکومتونو کې بابر بڼ ته ورغلی، وايي، د پخوا په پرتله اوس په دې بڼ کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.

هغه وویل: "هغه وخت چې زه ماشوم وم، بابر بڼ ته ورتلم، ډېر خوند به یې کاوه، له هغه وروسته د کرزي او اشرف غني په وخت کې او اوس چې د امارت حکومت راغلی، څو ځله ورغلی یم، خو پخوا دې بڼ ډېر مینه وال درلودل او ډېر خلک به ورته راتلل. اوس هم باغ هغسې سمسور دی خو د پخوا په پرتله د خلکو کمی په کې محسوسېږي."

په بابر بڼ کې له پخوا راهیسې کنسترونه، د تیاتر او تمثیل نمایشونه، نندارتونونه او ځینې لوبې هم کېدلې خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کې نه دي شوي.

معلومه نه ده چې یونسکو د نړۍ د فرهنګي میراث په توګه د بابر بڼ د ثبتولو په تړاو د طالبانو حکومت ته، چې لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، څه ځواب ورکړي.

خو د یادونې، ده چې مخکې له دې په جمهوری نطام کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي و، دوی ځني معتبر اسناد راټول کړي، چې ملي اتڼ، رباب جوړونه او د بهزاد د میناتورۍ هنر د یونسکو په غیر ملموسو فرهنګي میراثونو کې ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG