د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کابل کې د "جګړو زخمونه" تر نامه لاندې نندارتون جوړ شو


د افغانستان د بشري حقونو او ډیمکراسۍ بنسټ په کابل کې د جګړو د زخمونو ترنامه لاندې نندارتون جوړ کړ.

د دغه بنسټ مسؤلین وايي چې دیاد نندارتون له جوړېدو څخه یې هدف د هغه ملکي وګړو د قربانیو ښودنه ده چې د جګړو پرمهال یې ورکړې دي.

په افغانستان کې جګړو له افغانانو ګڼې قربانۍ اخیستې او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیمکراسۍ بنسټ د کابل په بابر بڼ کې ددغه قربانیو په یاد د جګړو د زخمنونو په نامه یوه ورځنی نندارتون جوړ کړی و.

په دغه نندراتون کې د لسګونو هغه کسانو انځورونه راټول شوي چې د جګړو له کبله یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیمکراسۍ بنسټ اجرائیه مشر هادي معرفت د نندارتون د پرانیستې په غونډه کې وویل د دې لپاره چې راتلونکې نسلونه په دې پوه شي چې افغانانو په جګړو کې څه ډول قربانۍ ورکړي دا ډول نندارتونونه جوړېدل به دوام وکړي.

هادي معرفت
هادي معرفت

هغه زیاته کړه:

"موږ غواړو په دا ډول نندارتونونو کې دا وښیو چې د جګړې اصلي قربانیان ملکيان او په خاصه توګه ماشومان دي او باید اړونده بنسټونه او حکومت دې مسلې ته پام وکړي څو په جګړه کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله کمه شي."

دغه بسټ تېر کال هم د "د قربانیانو د خاطراتو د صدونق" او د "سولې او جنګ د قربانیانو" په نامه ورته نندارتونونه جوړ کړې وو.

د دغه بنسټ مسؤلین وايي چې په سږني نندارتون کې یې یوازې د کندز، کندهار او کابل څخه د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تصویرونه راټول خو دا لړۍ راتلونکې کې ولایتونو ته هم غځوي.

په دغه نندارتون کې له یوه داسې کس سره مخ شوم چې انځورونو ته یې کتل او له سترګو یې اوښکې راتلې خو کله چې ورنږدې شوم انځورونه په خپله د همده وو.

دغه کس کبل شاه نومېږي او وايي، تېر کال د سیاه سنګ په چاودنه کې یې پښه ژوبله شوه او ورور یې ووژل شو.

کبل شاه اوس د خپلو ماشومانو ترڅنګ د خپلو شپږو وریرونو سرپرستي هم کوي.

هغه زیاتوي:

"تېر کال د شاه شهید په سیاه سنګ کې د چاودنې له کبله مې بله پښه هم ژوبله شوه، کله چې جوړ وم د هر کار زمینه راته برابره وه خو اوس چې زه معیوبه یم هر کار نشم کولای.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین چې په یاد ننداتون کې یې ګډون کړی وايي چې راتلونکې نسلونه به هیڅکله د هغه ډلو منفورې کړنې له یاده ونه باسي چې له خلکو یې قرباني اخیستې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو او ډیمکراسۍ سازمان له حکومت څخه غواړي چې په جګړو کې د ملکي خلکو د قربانیو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

کابل د "جګړو زخمونه" تر نامه لاندې نندارتون جوړ شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

XS
SM
MD
LG