د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د عدالت غوښتنې بنسټ: جنګي جنایتکاران اوس هم په حکومت کې دي


د افغان عدالت غوښتنې ټولنیز بنسټ وايي، جنګي جنایتکاران اوس هم په حکومت کې کار کوي.

د ثور د اوومې او اتمې پېښو د قربانیانو خپل خپلوان وايي، دغه جنایت کوونکي باید محاکمه شي.

خو افغان حکومت وايي چې د عدالت ټینګښت او انتقالي عدالت هغه بحث دی چې حکومت تراوسه نه دی ور نږدې شوی.

د تېرو څلورو لسیزو جنایتکارانو د مجازاتو په اړه د غږ پورته کولو په لړۍ کې دا ځل د افغان عدالت غوښتنې ټولنیز بنسټ د جنګ جګړو د پنځه زره قربانیانو د انځورونو په نندارتون کې ورته غوښتنه تکرار کړه.

د دغه بنسټ مشرې ویدا احمد د پنجشنبې په ورځ د نندارتون په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې جرمونه یې کړي، نه یوازې دا چې مجازات شوي نه دي، بلکې اوس په حکومت کې هم کار کوي.

اغلې احمد زیاته کړه:

"هغه جنایتکاران چې په حکومت کې دي هڅه کوي تر څو خپل ځیني مسایل پټ کړي، خو موږ ښیو چې جنایت شوی دی او د هغې باېد ځواب ووايي او محاکمه شي، که دوی محاکمه نه شي افغانستان به نه د ازادۍ مخ وویني، نه د عدالت د ډیموکراسۍ او سولې، زموږ خلک دی یو شي او دوی دی محاکمې ته راکاږي."

د اغلې میرمن احمد په وینا د خلق او پرچم د رژیم پرمهال، د ثور له اتمې وروسته پېښې، د طالبانو حکومت او پر افغانانو د امریکایانو د حملو پر مهال افغانانو ډیرې ستونزې وګاللې او قربانۍ یې ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د وسله والو قواو لوی درستیز قدم شاه شهیم د مجاهدینو د بریا په ورځ وویل چې په تېرو څلور لسیزو کې د جګړو له امله یو نیم میلیون کسان وژل شوي، دوه میلیونه معلول او نږدې پنځه میلیونه افغانان مهاجر شوي دي.

له دې وړاندې هم یو شمېرمدني بنسټونو د تېرو لسیزو د جګړو د قربانیانو د عدالت د غوښتنې لپاره لارېونونه کړي دي.

په همدې حال کې د جګړو د قربانیانو خپل خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر جنایتکاران د خپلې بریا دغه ورځې هم لمانځي.

له دې ډلې یو قرباني برکت الله وايي:

"هغه کسان چې د ثور په اوومه او اتمه راغلي دي؛ اوس په ارګ کې ناست دي او د هغوی په خبره دا یې یو لاس ته راوړنه ده، ویاړي او د هغې لپاره جشن نیسي."

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، انتقالي عدالت او د عدالت ټینګښت هغه بحثونه دي چې تر اوسه د ملي وحدت حکومت نه دي مطرح کړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"هر افغان د دې حق لري چې د افغانستان د نظام د ښه والي په برخه کې کار وکړي، مبارزه وکړي ځکه چې دا د هغوې حق دی او په انتقالي عدالت بحث دی چې موږ تر نن ورځې تر هغه حده نه یو رسېدلي، ډيری قضیي وې، موږ ۳۰کاله جنګ درلود، ډیر وضاحت باید رامنځته شي چې څوک مجرم دی، څوک قاتل دی او څوک مقتول دی، دغه بحثونه ډیر وضاحت ته اړتیا لري ترڅو انتقالي عدالت مطرح شي."

د انتقالي عدالت پروسه په ۲۰۰۶ کال کې د لندن په کنفرانس کې مطرح شوه او وروسته افغان حکومت د هغې د عملي کولو په اړه پلان جوړ کړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د کورنیو جګړو د مجرمینو یو مستند راپور جوړ کړی، خو نه تېرحکومت او نه هم اوسني حکومت د دغه راپور خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

د جنګ جګړو د پنځه زره قربانیانو د انځورونو نندارتون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG