د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

ازبکستان په افغانستان کې د ترک تبارانو تاریخي بناوې بیارغوي

د ازبکستان بابر نړیوال بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د ترک تبارانو ټولې تاریخي بناوې بیاورغوي.
د بابر نړیوال بنسټ رئیس ذاکر جان مشرب اف هرات ولایت ته په خپل سفر کې وویل چې په پام کې لري څو د امیر شیر علی نوايي د مقبرې شاوخوا ته پارک جوړ کړي.
هغه وویل چې دغه پروګرام یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره له تفاهم وروسته په پام کې نیولی دی.
د امیر شیر علي نوايي مقبره چې د ګوهر شاد بیګم په بڼ کې شتون لري کابو درې کاله وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې څخه د درې مېلیونه او درې سوه زره افغانیو په لګښت جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG