د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د ایران لویه څارنوالۍ: د حجاب نه مراعتونکې ښځې محاکمه کېږي


په تهران کې د اجباري حجاب پر وړاندې د یو شمېر ښځو د اعتراضیه غونډې انځور
په تهران کې د اجباري حجاب پر وړاندې د یو شمېر ښځو د اعتراضیه غونډې انځور

د ایران د لوی څارنوال د مرستیال له قوله نن خبر ورکړل شو چې ښځې باید هرومرو حجاب مراعت کړي او که چېرته چا حجاب نه و کړی، په جنایي محاکمو کې به محاکمه شي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د ایران د لوی څارنوالي د دې چارواکي دا خبرداری په داسې وخت کې خپور شوی دی چې په ایران کې ورځ په ورځ د هغو مېرمنو شمېر په زیاتېدو دی چې د حجاب له اجباري قانونه سرغړونه کوي؛ په شاپنګ مالونو کې پوړني نه پر سروي، په رستورانتونو، دوکانونو او نورو عامه ځایونو کې هم حجاب سم نه مراعتوي.

یو شمېر ایراني ښځینه فعالانو او مشهورو پېژندل شویو څېرو په وروستیو میاشتو کې په خواله رسنیو کې خپل داسې عکسونه خپاره کړې دي چې حجاب یې نه شته.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې پولیسو د شنبې په ورځ په عامه ځایونو کې کمرې نصب کړې.

په تهران کې دوه مېرمنې د سودا اخیستلو پر مهال
په تهران کې دوه مېرمنې د سودا اخیستلو پر مهال

د دوی هدف دا دی چې هغه کسان وپېژني چې حجاب یې نه وي کړی.

پولیسو تېره اونۍ ژمنه کړې وه چې دوی به څارګرې کمرې ولګوي.

د ایران نیمه دولتي اژانس مهر د مرستیال لوی څارنوال علي جمادي په وینا خبر ورکړی دی چې هغه کسان به مجرم وپېژندل شي چې حجاب نه کوي او دوی ته به دا حق هم ورنه کړل شي چې استېناف ته رجوع وکړي.

جمادي زیاتوي، کوم کسان چې نور بې حجابۍ ته هڅوي هغوی ته به نوره سخته سزا ورکړل شي، ځکه چې دا فساد ته ښکاره هڅونه ده.

د ایران لوی څارنوال دا نه دې ویلي چې دا سزا به څه وي.

په ایران کې د سپټمبر له وروستیو راپه دې خوا چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې د حجاب پر سر ووژل شوه، د هغو ښځینه ایرانیانو شمېر په زیاتېدو دی چې خپل ټکری لرې کوي.

د مهسا تر وژلو وروسته په ایران کې پراخې مظاهرې وشوې چې امنیتي ځواکونو سختې وځپلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG