د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب محکمې یو ۲۲ کلن ځوان په اعدام محکوم کړ


ارشیف
ارشیف

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب محکمې یو ۲۲ کلن ځوان په اعدام محکوم کړ.

یو ۲۲ کلن ایرانی ځوان منصور دهمرده په مظاهرو کې د ګډون په خاطر د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.

محکمې هغه د ځمکې په مخ د فساد په تور محکوم کړی هغه جرم چې په ایران کې ورته د اعدام سزا اورول کېږي.

د ازادۍ راډيو فردا څانګې راپور ورکړی چې دغه ۲۲ کلن بلوڅ ځوان چې يو جسمي معلولیت هم لري، له تېرو لسو ورځو راهيسې شکنجه شوی او حتی غاښونه او پوزه يې ماته شوې.

منصور دهمردي په محکمه کې وويل چې د لاريونونو پر مهال يې يوازې درې ځلې ډبرې وویشتې او یو پلاستيک یې وسوځاوه.

هغه له ۱۸ کلن شعیب میربلوچزي ریګي وروسته دویم بلوڅ اعتراض کوونکی دی چې په اعدام محکومېږي.

د حال واش په نامه ډله چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د بشري حقونو وضعیت څاري وايي، منصور دهمرده د تېر کال د اکټوبر په درېیمه په زاهدان ښار کې د اعتراضونو پر مهال نیول شوی و.

په عین حال کې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د جمعې په ورځ هم مظاهرې روانې وې.

د فردا راډیو د ترلاسه شویو ویډیوګانو له مخې لاریون کوونکو دا ځل د "مرګ پر جمهوري اعدامي" شعارونه ورکول.

په ایران کې د تېر سپټمبر په ۱۶ مه د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د حکومت ضد لاریونونه پیل شول.

مهسا امیني ځکه نیول شوې وه چې پولیسو ویل حجاب یې نه وو رعایت کړی.

د بشري حقونو اړوندې یوې امریکا میشتې خبري ډلې د راپور له مخې په ایران کې د څلورو میاشتو په موده کې د ډسمبر تر ۲۰مې نېټې پورې لږ تر لږه ۵۰۶ مظاهره کوونکي وژل شوي چې ۶۹ یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG