د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د بښنې نړيوال سازمان نړۍ کې د اعدام کچې پر لوړېدو اندېښنه وښوده


د بخښنې نړيوال سازمان د اعدامونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې
د بخښنې نړيوال سازمان د اعدامونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په تېر میلادي کال کې په نړۍ کې په تېره بیا سعودي عربستان او ایران کې ډېر اعدامونه ترسره شوي چې د اندېښنې وړ دي.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنشل وایي، تېر کال په نړۍ کې د اعدامونو شمېر د وړم ۲۰۲۰ کال په پرتله شل سلنه زیات و.

دې سازمان په هغه راپور کې چې نن سې شنبې یې خپور کړی ویلي، ایران ډېر اعدامونه ترسره کړي خو چین، شمالي کوریا او ویتنام هم خلک اعدام کړي دي.

په دې راپورکې ویل شوي چې په تېر۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې ۵۷۹ کسان اعدام شوي چې یوازې نژدې ۳۱۴ یې په ایران کې وو.

دې سازمان په ۲۰۲۰ کال کې په ایران کې د ترسره شویو اعدامونو شمېر۲۴۶ ښودلی.

په تېر۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې ۵۷۹ کسان اعدام شوي
په تېر۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې ۵۷۹ کسان اعدام شوي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې تمه ده له مخدره موادو سره په تړاو په ایران کې د اعدامونو شمېر زیات شي.

دې سازمان په خپل راپور کې دغه راز په ایران کې د ښځو د اعدام خبره هم کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز ویلي چې په سعودي عربستان کې تېر کال د اعدامونو شمېر دوه برابره و او زیاتوي په تېره مارچ میاشت کې په یوه ورځ کې ۸۱ کسان په دې هېواد کې اعدام شول.

دغه راز ویل شوي چې په میانمارکې تېر کال شاوخوا نوي تنه اعدام شوي دي.

دې سازمان ویلي چې تېر کال په ۵۶ هېوادونو کې له دوه زره زیاتو کسانو ته د اعدام سزاوې ورکړل شوي دي.

تر ټولو زیات کسان، په بنګله دیش، هند، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، مصر او پاکستان کې په اعدام محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG