د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

نړۍ

ایران کې د 'محسن شکاري' اعدام نړیوال غبرګونونه راپارولي

محسن شکاري
محسن شکاري

د ایران د قضایه قوې له خوا د ۲۳ کلن محسن شکاري د اعدام په اړه نړیوال غبرګونونه دوام لري.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال د نیول شویو معترضانو له ډلې د یوه کس د اعدام په غبرګون په جرمني کې د ایران سفیر احضار کړی دی.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د محسن شکاري پر اعدام نیوکه وکړه او ویې ویل، د ایران حکومت د انسانانو ژوند ته بې حده سپکاوی کوي.

د پنجشنبې په ورځ د ایران قضایه قوې د روانو مظاهرو یو تن مخکښ محسن شکاري چې د مظاهرو پر مهال د یوه سړک په تړلو او بلوا ته په لمن وهلو تورن وو، اعدام کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د محسن شکاري د اعدام په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "موږ د محسن شکاري په اعدام خواشیني یو."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل وویل چې هغه د محسن شکاري په اعدام سخت خواشینی دی.

هغه وویل دا موضوع به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.

په ایران کې دننه هم د محسن شکاري تر اعدام وروسته مظاهرو زور اخیستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییلو د غزې یو ښوونځی بمبار کړی؛ له جګړې بې‌ځایه شوي ۱۸ فلسطینیان وژل شوي

Palestinians stand in the courtyard of the Al-Jawni (Jaouni) school after an Israeli air strike hit the site, in Nuseirat in the central Gaza Strip on September 11, 2024, amid the ongoing war in the Palestinian territory between Israel and Hamas.
Palestinians stand in the courtyard of the Al-Jawni (Jaouni) school after an Israeli air strike hit the site, in Nuseirat in the central Gaza Strip on September 11, 2024, amid the ongoing war in the Palestinian territory between Israel and Hamas.

اسراییلي پوځیانو د غزې په مرکزي برخه کې هغه ښوونځی بمبار کړی چې له جګړې بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه په کې اخیستې وه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د ژغورونکو په حواله لیکلي چې د پرون ورځې په دغه هوایي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي، دوی دغلته د حماس وسله والې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د کنټرول یو مرکز په نښه کړی دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ( (UNRWA پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د نصیریت په نوم دغه ښوونځي باندې د برید له کبله د دوی شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.
دوی ویلي، دا په یوه پیښه کې د دوی د وژل شویو کارکوونکو تر ټولو لوی شمېر دی.
تر دې برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، هغه څه چې غزه کې روان دي، د منلو نه دي.

شمالي‌ کوریا څو بالستیک توغندي د سمندر خواته توغولي

د شمالي کوریا له لوري یو توغول شوی توغند
د شمالي کوریا له لوري یو توغول شوی توغند

شمالي‌ کوریا نن پنجشنبه د لنډ واټن ویشتونکي څو بالستیک توغندي د سمندر خواته توغولي دي.

دا اقدام څو ورځې وروسته تر هغه کېږي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وویل، له خپلو مخالفانو سره د جګړې په خاطر اټومي قوت په بشپړ ډول چمتو کوي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د جنوبي کوریا د پوځ په حواله ویلي چې دغه بالستیک توغندي د کوریا ټاپوزمې او جاپان ترمنځ په سمندر کې لګېدلي دي.

د جاپان صدر اعظم فومیو کشیدا خپلو چارواکو ته لارښوونه کړې چې په سمندر کې د بېړیو او الوتکو خوندیتوب یقیني کړي، خو سملاسي د توغندیو له کبله د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه توغندي د شمالي کوریا له پلازمېنې توغول شوي او تر سمندر پورې یې ۳۵۰ کیلو متره واټن وهلی دی.

د تاجکستان ستر مفتي په یوه برید کې ټپي شوی

د تاجکستان ستر مفتي سعید مکرم عبدالقادر زاده
د تاجکستان ستر مفتي سعید مکرم عبدالقادر زاده

د تاجکستان پر ستر مفتي سعید مکرم عبدالقادر زاده پرون په پلازمېنه دوشنبې کې برید وشو.

دا حمله د ښار په مرکزي جومات کې وشوه.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې عبدالقادر زاده په یوه جریحه داره وسیله ټپي شوی دی، خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

برید کوونکی نیول شوی او تراوسه د دې حملې علت نه دی روښانه شوی.

عبدالقادر زاده ۶۱ کاله عمر لري چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې د تاجکستان د اسلامي مرکز د علماوو د شورا مشر دی.

دا شورا په تاجکستان کې د فتوا د ورکولو یوازېنۍ مرجع ده.

د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران کییف ته تللي

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د هغه برتانوی سیال ډیویډ لامي
د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د هغه برتانوی سیال ډیویډ لامي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د سپټمبر په ۱۱مه له خپل برتانوي سیال ډیویډ لامي سره له پولنډ څخه د ځمکې له لارې کییف ته ولاړ.

دوی په داسې وخت کې کییف ته سفر کړی چې اوکراین له لوېدیځ څخه غواړي چې د اوږده واټن توغندیو د ویشتلو بندیز ترې لرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د ده اداره دا لارې چارې لټوي چې دا بندیز لرې کړي، خو ولسمشر بایډن په دې برخه کې نور توضیحات نه دي ورکړي.

پر امریکا د تروریستي بریدونو ۲۳مه کلیزه نمانځل کېږي

ارشیف: د القاعده شبکې غړیو ۲۳ کاله مخکې په همدې ورځ د نیویارک دغه سواګریز مرکز په نښه کړی و.
ارشیف: د القاعده شبکې غړیو ۲۳ کاله مخکې په همدې ورځ د نیویارک دغه سواګریز مرکز په نښه کړی و.

نن پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمي تروریستي بریدونو ۲۳مه کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

په هغو مراسمو کې چې نن سهار په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړېدلو دوو لوړپوړو ودانیو په ځای کې جوړشوي وو، د امریکا ولسمشر جوبایډن او مرستیالې یې کاملا هاریس او نورو چارواکو او مشرانو د هغې له ډلې، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوريپالو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګډون کړی و.

د القاعده له‌خوا په دغه تروریستي برید کې نږدې درې زره کسان وژل شوي وو.

له دغه برید وروسته متحده‌ایالتونو د القاعده د هغه مهال د مشر اسامه بن لادن د وژلو او د دې شبکې د ځپلو لپاره د تروریزم پر وړاندې نړیواله جګړه پیل کړې چې افغانستان یې په اصلي محور کې و.

ټرمپ او په انتخاباتو کې د هغه مرستیال کاندید جمز وینس سهارشاوخوا اته بجې په نیویارک کې د مراسمو ځای ته رسېدلي وو او جوبایډن او کاملا هاریس هم نیم ساعته وروسته هلته ورسېدل.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، بایډن او ټرمپ یوبل ته لاس ورکړ او د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ هم دې ته زمینه برابره کړه چې هاریس او ټرمپ هم یوبل ته لاس سره ورکړي.

دوی دواړو بېګا د لومړي ځل لپاره په تلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ او پر یوبل یې سختې نیوکې وکړې.

امریکایي چارواکي وایي چې له دغه تروریستي برید وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یې د القاعده شبکې د مشرانو، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په ګډون د دې شبکې مهم غړي وژلي او هغه نوره د دې وړتیا نه لري چې پر امریکا هغه مهال ته ورته بل برید ترسره کړي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په‌ دې هېواد کې حضور لري.

جوبايډن: داسې ښکاري چې لوېديځه غاړه کې د آیسنور ایزګي ایګي وژنه يوه تصادفي پېښه وه

وژل شوې آیسنور ایزګي ایګي
وژل شوې آیسنور ایزګي ایګي

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ ومنله چې په لوېدیځه غاړه کې د پوځیانو په ډزو کې ښایي یوه امریکایۍ فعاله وژل شوې وي، امریکایي جګپوړو چارواکو پرون سه‌شنبې له اسراییل وغوښتل چې په لوېدیځه غاړه کې پر خپلو عملیاتو کې بدلون راوړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، ده ګومان کاوه چې د آیسینورایزګي ایګي وژل یوه پېښه وه، خو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن هغه بې دلیله او د نه توجیه وړ پېښه یاده کړه.

خو بایډن خبریالانو ته وویل، داسې ښکاري چې دغه وژنه تصادفي وه او زیاته یې کړه، چې هغه د پېښې په ځای کې یو دم پیدا شوه او په نښه شوه، خو نوموړي په‌دې اړه نور جزیات ورنه‌کړل.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې بلېنکن له لندن څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، د دې پېښې په اړه د څېړنې او عیني شاهدانو څرګندونو دا واضح کړې چې هغه بې دلیله او په غیر موجه توګه وژل شوې او زیاته یې کړه چې هیڅوک باید په اعتراض کې د ګډون په خاطر ونه وژل شي.

۲۶ کلنه ایګي چې د ترکیې تابعیت يې هم درلود، د تېرې اوونۍ په پای کې په لوېدیځه غاړه کې یهودي مېشت ځایونو په وړاندې چې د نړیوال قانون له‌مخې غیرقانوني دي، په یوه لاریون کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو ووژل شوه.

عراق کې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې چاودنه شوې

عراق کې د بغداد هوايي ډګر
عراق کې د بغداد هوايي ډګر

د عراق امنیتي چارواکي وايي، تېر ماښام د بغداد هوايي ډګر ته نژدې هغه سیمه په یوه چاودنه کې په نښه شوې ده، چې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په‌کې ده.

دا پېښه عراق ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په درشل کې شوې ده.

د عراق د امنیتي ځواکونو رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي دي، دا چاودنه د شپې په شاوخوا ۱۱ بجو د هوايي ډګر په هغه ساحه کې واورېدل شوه، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف سلاکاران کار ترې اخلي.

بیان زیاتوي چې عراقي امنیتي ځواکونو ونه‌شو کړای د دې چاودنې څرنګوالی معلوم کړي او هيڅ یوې ډلې يې هم مسوولیت نه‌دی منلی.

د دې چاودنې د تلفاتو په اړه سمدستي معلومات نه‌شته او امریکايي چارواکو هم تبصره پرې نه‌ده کړې.

په عراق کې د ایران پلوي وسله‌والو له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې بیا بیا د امریکايي ځواکونو پر اډو حملې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ او کامالا هريس په يوه ټلوېزيوني مناظره کې برخه واخيسته

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالاهریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالاهریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو د ولسمشر مرستیالې کامالاهریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ په یوه ټلوېزیوني مناظره کې برخه واخیسته او د یو بل پر پالیسیو یې سختې نیوکې وکړې.

په‌دې مناظره کې چې د اې‌بي‌سي شبکې له‌خوا په مستقیم ډول خپره شوه، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال له ګډ وډۍ نیولې تر غیرقانوني کډوالو، بهرنۍ پالیسۍ او روغتیايي تدابیرو پورې د بېلابېلو مسایلو په اړه د چلوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډ وډۍ په مسئله کې دواړو کاندیدانو یو بل د طالبانو له واکمنولو سره په مرسته تورن کړل.

۵۹ کلنه هریس چې مدافع وکیله پاتې شوې، بیا بیا پر جمهوریپال کاندید نیوکې کولې او ۷۸ کلن ټرمپ که څه هم په پخوانیو ویناوو کې د هریس پر جنسیت او پوستکي شخصي حملې کړې وې، په‌دې مناظره کې هغه انتقادونه ونه‌کړل.

په همدې حال کې د هریس کمپاین اعلان کړی چې دا له ټرمپ سره په راروانه اکتوبر میاشت کې یوه بله مناظره هم غواړي.

د ټرمپ کمپاین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

جوبايډن: هڅه کوو د اوکراين له لوري د اوږده واټن ويشتونکو وسلو پر کارولو بنديز ليرې کړو

ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن وايي، متحده‌‌ایالات هڅه کوي، د اوکراین له‌خوا د روسیې پر ضد په روانه جګړه کې د اوږده واټن ویشتونکو وسلو پر کارولو بندیز پای ته ورسوي.

ښاغلي بایډن پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده‌ایالات به دا بدلون ومني که نه، په ځواب کې وویل چې د ده حکومت دا هڅې پیل کړې دي.

متحده‌ایالات له‌دې مخکې په‌دې برخه کې چې اوکراین ته په روسیه کې دننه په امریکايي وسلو د حملو اجازه ورکړي که نه، زړه نازړه و، ځکه دا اندېښنې وې چې جګړه به لا پراخه شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره اوونۍ له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې دا بندیز پای ته ورسوي.

هغه په جرمني کې په یوه غونډه کې د لوېدیځو هېوادو دفاعي چارواکو ته وویل، دوی باید د روسي ځواکونو پر ضد په مبارزه کې د اوکراین وړتیاوې محدودې نه‌کړي.

په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین وویل، د دې بندیز لیرې کېدل به د جګړې لوری بدل نه‌کړي.

پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي توقيف شوي

د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي - ارشيف
د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي - ارشيف

په پاکستان کې پر اعتراضونو د لګولو شویو محدودیتونو د نوي قانون له‌مخې پرون سه‌شنبې د پاکستان په پارلمان کې د دې هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند د نهو غړیو په ګډون د هغه له ۳۰ زیات ملاتړي لا هم په توقیف کې وو.

دا وروسته له هغې چې د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړو د یک‌شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پراخ لاریون وکړ.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د تحریک انصاف د ګوند دغه غړي پرون سه‌شنبې په اسلام‌اباد کې د تروریزم ضد محکمې ته حاضر شول او قاضي د اتو ورځو لپاره په توقیف کې د هغوی د پاتې کېدو حکم ورکړ.

دوی تورن شوي چې د ۲۰۲۴ کال د سوله‌ییزو غونډو او د عامه نظم له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده.

دغه قانون تېره اوونۍ تصویب شوی دی.

تحریک انصاف د تېر کال په اګست میاشت کې د عمران خان له زنداني کېدو وروسته له سختو ځپونکو اقداماتو سره مخامخ شوی دی.

عمران خان پر ده لګېدلي تورونه سیاسي بللي او رد کړي یې دي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم روانه میاشت وموندله چې د هغه توقیف قانوني اساس نه‌لري او د دوی په خبره هدف یې دا دی چې نوموړی له سیاسي ډګر څخه لیرې وساتي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG