د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ايراني رسنيو د 'مجيد رضا رهنورد' د اعدام خبر ورکړی دی


مجیدرضا رهنورد په مهشد کې په عام محضر کې په دار راځړول شوی دی.
مجیدرضا رهنورد په مهشد کې په عام محضر کې په دار راځړول شوی دی.

د ایران په قضا پورې اړوند خبري اژانس، میزان نن (دوشنبه) سهار د مجیدرضا رهنورد د اعدام خبر ورکړ، ویې ویل چې نوموړی په مشهد کې د دوو رضاکارو ځواکونو یا بسیجیانو په وژلو تورن و.

دغه خبري اژانس پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې مجیدرضا رهنورد په مهشد کې په عام محضر کې په دار راځړول شوی دی.

د ایران د قضاییه قوې خبري اژانس د مجید رهنورد تور د اعتراضونو په لړ کې د مشهد په حر عاملي واټ کې په چاړه د دوو بیسجیانو، چې حسین زینال زاده او دانیال رضازاده نومېږي، وژل یاد کړی دی.

نوموړی ۲۳ ورځې مخکې نیول شوی و او له نیولو ۵ ورځې وروسته د مشهد څارنوالۍ رسماً تورن او دوسیه ورته جوړه کړه.

د ده دوسیه سمدستي د مشهد انقلابي محکمې ته واستول شوه او ۵ ورځې وروسته د مشهد انقلابي محکمې، بې له دې چې ده ته د مدافع وکیل فرصت ورکړي، په اعدام محکوم کړ.

د رضوي خراسان ولایت، چې مشهد یې مرکز دی، د عدلیې عمومي رئیس غلام علي صادقي د اعدام د حکم له تطبیقه وروسته وویل، رهنورد د نظم او امنیت د ټینګښت، د قانون ماتونکو او بلواګرو د ځپلو په خاطر اعدام شو.

ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

خو د بشري حقونو فعالانو د محاکمې پروسه ناعادلانه بللې او ویلي چې، تورن ته حتی د مدافع وکیل د غوره کولو وخت نه‌دی ورکړای شوی.

د بشري حقونو وکیل سعید دهقان د مجیدرضا رهنورد اعدام «حکومتي اعدام» وباله.

ده پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "دا اعدام نه بلکې حکومتي قتل دی ځکه چې هم شکایت کوونکی حکومت و، هم قاضي او هم وکیل."

دا دایران د روانو اعتراضونو په لړ کې دوهم اعدام دی.

تر دې وړاندې محسن شکاري د یوه سړک د بندولو او د یوه بسیجي د ټپي کولو په تور اعدام شو.

د شکاري پر اعدام هم په ایران او نړۍ کې ډېر اعتراضونه وشول.

د ایران د حکومت له لوري د اعتراض کوونکو له اعدامونو اونیونو سره سره د اعتراضونو لړۍ دوام لري.

تېره شپه هم د تهران په ستارخان سیمه کې د محسن شکاري د اعدام په اعتراض کې مظاهرې وشوې.

ستار خان هغه سیمه ده چې شکاري په‌کې نیول شوی و.

XS
SM
MD
LG