د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د ايران د جنوب ختيځ په يوه زندان کې دولس کسان په دار ځړول شي


د ايران د يوې محکمې انځور
د ايران د يوې محکمې انځور

دا خبر پرون یوې غیر حکومتي ټولنې ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د اعدامونو د شمېر له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

د ایران د بشري حقونو ټولنه چې مرکز یې په ناروې کې دی په یوه بیان کې وايي، یوولس نارینه او یوه مېرمن چې د قتل او مخدرو موادو په اړوندو مواردو مجرم پېژندل شوي، د دوشنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار په محبس کې اعدام شوي.

ویل کېږي چې ټول اعدام شوي کسان سني مذهبه او د بلوڅ اقلیت اړوند کسان دي.

د ایران هېڅ یوې کورنۍ رسنۍ د دې اعدامونو خبر نه دی ورکړی او چارواکو یې هم دا خبر نه دی تایید کړی.

په دولسو محکوم شویو کسانو کې شپږ تنه د مخدروموادو او پاتې شپږ د قتل د مواردو په تړاو اعدام شوي دي.

یوه مېرمن چې کورنی نوم یې ګرګیج ښودل شوی او په ۲۰۱۹ کال کې نیول شوې وه د خپل مېړه د قتل په جرم اعدام شوې.

د بشري حقونو فعالانو له پخوا راهیسې له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې چې په ایران کې د اعدامونو په لړۍ کې تناسب نه‌شته او تر ډېره قومي او مذهبي اقلیتونه په خاص ډول په شمال لویدیځ کې کردان، په جنوب لویدیځ کې عربان او په جنوب ختیځ کې بلوڅان په نښه کېږي.

د ایران د بشري حقونو د ټولنې معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په اعدام شویو کسانو کې په سلو کې ۲۱ بلوڅان وو، په داسې حال کې چې دا اقلیت د ایران د ټولو وګړو یوازې له دوو تر شپږو پورې سلنه جوړوي.

نوموړې ټولنې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې ۳۳۳ کسان اعدام شوي چې د اعدامونو په شمېر کې د ۲۰۲۰ کال پرتله په سلو کې ۲۵ زیاتوالی ښيي.

له بلې خوا د ایران یوې محکمې پرون هغه افغان وګړي ته د اعدام سزا واوروله چې په تېر اپریل میاشت کې د چړو په ګوزارونو د دوو ایراني دیني عالمانو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو تورن و.

د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي پرون (د غبرګولي په ۱۷مه) په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې په مستقیم ډول پر دولتي ټلویزیون خپرېده وویل انقلابي محکمې تورن کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی په اعدام محکوم کړی خو مدافع وکیل یې د استیناف غوښتنه کړې.

ایراني چارواکي ویلي دا برید یوه ۲۱ کلن ازبک افغان چې تندلاري سني نظریات یې درلودل د مشهد ښار په یوه زیارت کړې ترسره کړی و، او له برید وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

XS
SM
MD
LG