د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

د دوو ایراني معترضانو اعدام په نړیواله کچه وغندل شو


ارشیف
ارشیف

امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو په ایران کې د دوو بندي معترضانو اعدام غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون په ایران کې د دوو بندي معترضانو اعدامول غندلي دي.

دې بنسټ رون په ټویټر کې په یوه بیان کې لیکلي چې د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني په نومونو د دوو نورو مظاهره چیانو د جبري اقرار پر بنسټ د غیر عادلانه محاکمې له مخې د هغوی اعدام غندي.

د ملګرو ملتونو په وینا دا د حیرانتیا خبره ده چې ایران له نړیوالو اعتراضونو سره سره د مظاهره چیانو اعدامولو ته دوام ورکوي. ملګرو ملتونو له ایرانه غوښتي چې ټول اعدامونه ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس په یوه ټویټري بیان کې ویلي چې د ایران د رژیم له خوا د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني اعدام په کلکو ټکو غندي.

هغه ویلي دا اعدامونه ښيي چې ایران د مظاهره چیانو د ځپلو په لټه کې دی.

امریکايي چارواکو ویلي له خپلو متحدانو سره په ګډه هڅه کوي چې د دغو ټولو پېښو حساب کتاب له ایران سره وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو مسوول جوزپ بورېل ویلي، اروپايي ټولنې په ایران کې د دغو اعدامونو له کبله ټکان خوړلی.

بورېل ویلي چې وروستي اعدامونه د ایراني چارواکو له خوا د ولسي اعتراضونو د ځپلو یوه بله نښه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو مسوول جوزپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو مسوول جوزپ بورېل

هغه یو ځل بیا له ایراني رژیم څخه وغوښتل چې د مظاهره چیانو اعدام ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د بشري حقونو سازمانونو هم په ایران کې د دغو مظاهره چیانو پر وړاندې د دوی په خبره د جعلي محاکمو له لارې د اعدام سزاوې غندلي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ایران کې دا محاکمې "له یوې با مفهمومه قضايي پروسې سره هیڅ شباهت نلري".

په نیویارک کې د ایران د بشري حقونو د مرکز اجرایوي رییس هادي قیومي پرون په یوه بیان کې وویل چې دا کسان له قضايي پروسې وروسته نه دي اعدام شوي، بلکې وژل شوي دي.

د ایران قضا وايي چې دوه کسان پرون د جنورۍ په اومه وروسته له هغه اعدام شول چې د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته څېرمه د کرج په ښار کې د رژیم ضد مظاهرو په ترڅ کې د بسیج ځواکونو د یوه غړي په وژلو تورن پېژندل شوي وو.

د قضایه قوې خبري اژانس «ميزان» خبر ورکړی چې محمد مهدي کرمي او سيد محمد حسيني د روح الله عجمیان د وژلو په خاطر په دار وځړول شول.

کرمي او حسیني په تېر دسمبر کې په اعدام محکوم شوي وو او وروسته د ایران سترې محکمې هم د هغوی د اعدام حکم تایید کړی و.

د څارنوالانو په وینا، ۲۷ کلن عجمیان چې د بسیج غړی او حکومت پلوی وو د حدیث نجفي د فاتحې په مراسمو کې د یو شمېر عزادارانو له خوا لومړی بربنډ او بیا وژل شوی وو.

کرمي او حسیني پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي وو او ویل یې چې په زندان کې شکنجه شوي او وکیل ته یې لاسرسی نه درلود.

د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د مظاهرو پر مهال له نیولو شویو کسانو څخه څلور تنه اعدام شوي دي.

مهسا د حجاب د اجباري قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوې وه.

د بشري حقونو سازمانونو له هغې ډلې د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې اوسلو کې دی راپور ورکړی چې ایراني چارواکو په څلورو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ مظاهره چیان وژلي چې په کې ګڼ ماشومان او ښځې شاملې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG