د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

سپینه ماڼۍ: د رښتینو خبرو لپاره طالبان باید له ښځو سره په درناوي چلند وکړي


د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر
د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر

د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر وايي، که طالبان خبرې کول غواړي، نو له ښځو سره باید په درناوي چلند وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان غواړي چې جدي ونیول شي، باید د ښځو درناوی وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په افغانستان کې پر ښځو د بندیز په اړه وویل: "که طالبان غواړي چې دوی سره رښتینې خبرې اترې ولرو او جدي ونیول شي، هغوی باید داسې رویه وکړي، د مثال په توګه، باید ښځو سره په درناوي چلند وکړي."

هغې زیاته کړه، امریکا او نور شریکان یې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او که ښځې نور ونه شي کولای په ملګرو ملتونو کې کار ته دوام ورکړي، د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړې دا هم وویل چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ښځې په بشري چارو کې مهم رول لوبوي او باید وشي کولای، چې په ملګرو ملتونو کې کار وکړي، څو په خبره یې میلیونونه افغانان خوراکي او لومړنیو مرستو، درملو او درملنې ته لاسرسی ولري.

ارشیف: طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې.
ارشیف: طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې.

د ښځو د حقونو یوې فعالې سکېنې حسیني ازادي راډیو ته وویل چې د سپینې ماڼۍ څرګندونې په داسې حال کې پر ښځو محدودیتونه زیات شوي، د دوی په وضعیت هېڅ اغېز نه‌کوي.

حسیني وايي: "نړیواله ټولنه باید طالبان وپوهوي چې هېڅ هېواد د ښځو او نجونو له شتون پرته پرمختګ نه کوي. د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې د افغانستان د ښځو هېڅ درد نه دوا کوي او په حقیقت کې دا د ښځو له پامه غورځول دي."

د یوې نادولتي موسسې پخوانې کارکوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي، د افغان مېرمنو لپاره د خواخوږۍ څرګندول د ښځو پر وضعیت هېڅ اغېز نه لري.

هغې وویل: "امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ او دوی ښه پوهېدل چې دا ورځ به پر افغان ښځو راشي. موږ له زده کړې، تحصیل، کار، ورزش او هر څه پاتې یو او امریکا په دې اوس پوه شوې چې طالبانو ښځو ته درناوی نه لري او پرې ظلم کوي."

د سپینې ماڼۍ د ویاندې د څرګندونو په اړه مو د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، پر ښځو یې ډېر محدوديتونه لګولي، لکه له شپږم ټولګي څخه پورته او په پوهنتونونو کې پر زده کړو، په ډېری دولتي ادارو او په ټولو نادولتي ادارو کې په کار کولو او په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز چې دا بندیزونه له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ریيس اکیم شټاینر د سه شنبې په ورځ له اسوشېټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، که طالبان په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه ورنه کړي، ښايي زړه ماتونکې پرېکړه وکړي او ممکن دوی په مې میاشت کې له افغانستانه ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG