د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

بلېنکن: درې اوونيو کې کانګرس سره له افغانستان د امريکا د وتلو په اړه موندنې شريکوو


د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د معلوماتو د بیا کتنې لپاره چمتووالی نیسي او تر یوې میاشتې کمه موده کې به یې د دغه هېواد له کانګرس سره شریک کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې وویل: "زه ژمن یم او هوډ لرم چې دا معلومات کانګرس ته ورکړم او موږ به د اپریل تر نیمایي دا کار وکړو. نو زه کولی شم تاسو ته ووایم چې تاسو به زموږ د موندنو پایله ترلاسه کړئ. موږ به موندنې شریکې کړو او په راتلونکو درې اوونیو کې به د دې لپاره مناسب مېکانیزم پیدا کړو."

په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته د چهارشنبې تر ورځې وخت ورکړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اسناد ورته وسپاري.

جمهوري غوښتونکي مایکل مک‌کال خبرداری ورکړی و چې، که دا کار ونه‌شي نو د بهرنیو چارو وزیر د احضار حکم به ورکړي.

که څه هم د امریکا دیموکرات ولسمشر جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپل حکومت د پرېکړې دفاع کړې، خو مک‌کال دا د امریکا حکومت پر باور یوه لکه بللې ده.

ښاغلي بایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو د پرېکړې په دفاع کې ویلي و چې "امریکايي سرتېري نه‌شي کولای او باید په هغه جګړه کې ونه‌جنګېږي چې افغان ځواکونه (د مخکېني جمهوري نظام پوځیان چې له طالبانو سره جنګېدل) حاضر نه‌دي د ځان لپاره وجنګېږي".

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، هغه سازمان چې پوځیانو یې په افغانستان کې د شااوخوا دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ مأموریت کې شتون درلود او د امریکايي ځواکونو په وتلو سره له دغه هېواده ووتل، له خپلې پرېکړې په دفاع کې ویلي و چې "د افغانستان د رهبرۍ ماته د هغه ناورین لامل شو چې دوی یې شاهدان و."

د طالبانو او د پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې ترمنځ د دوحې هوکړې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لاره پرانیستله.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان حکومت او ځواکونو، چې امریکا یې له شاوخوا دوو لسیزو ملاتړ کاوه، د چټک سقوط لامل شول او د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو ته لاره هواره شوه.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې ادعا کوي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت او په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو د بې برخلیکه حالت پړه پر غاړه لري او باید په دې اړه ځواب ورکوونکي وي.

لیلا بسیم یو له دغو فعالانو، ازادي راډیو ته وویل: "امریکا باید حساب ورکړي ځکه چې دوی افغانان په بشپړه توګه یوازې پرېښودل او نن افغانان په ځانګړې توګه افغان مېرمنې په بې برخلیکه حالت کې دي."

يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال
يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال

په همدې حال کې د تېر جمهوري نظام، د دفاعي او امنیتي بنسټونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره تاریخي تېروتنه وه.

نوموړی وايي: "له افغانستانه د امریکا وتل له ستراتېژیک، پوځي، سیاسي او استخباراتي پلوه یوه ستره او تاریخي تېروتنه وه. کومه پانګونه چې د امریکا متحده ایالاتو او په تېره کې ناټو د افغانستان په دولت، ولس او ټولو بنسټونو باندې کړې وه. دا ټول په یوې ورځ کې په سین لاهو شو ان هغه باور یې چې په نړیواله کچه درلوده هغې ته یې زیان ورساوه."

د امریکا وتل له ستراتېژیک، پوځي، سیاسي او استخباراتي پلوه یوه ستره او تاریخي تېروتنه وه.

د طالبانو حکومت وروسته له واکمنېدو تل يې ټینګار کړی چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه یې رد کړي، خو په تېرو ۱۹ میاشتو کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه د مختلفو سازمانونو له‌خوا خپاره شوي دي.

همدا راز د طالبانو حکومت، تر ټولو ډېر محدودیتونه يې پر افغانو ښځو او نجونو وضع کړي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته لاړې شي، پوهنتونونه یې د ښځو پر مخ تړلي او په دولتي او نا دولتي ادارو کې پرته له یو څو محدودو ادارو څخه، دوی یې له کار کولو منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG