د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

مککال: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي


ارشیف: د کابل هوايي ډګر څخه د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام یو انځور. Aug. 16, 2021
ارشیف: د کابل هوايي ډګر څخه د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام یو انځور. Aug. 16, 2021

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وایي، له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو په وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول، د فدرال دولت په سیستماتیکه توګه پاشل و او د بایډن د ادارې ماتې وه.

مایکل مککال په خپل څرګندونو کې د چهارشنبې په ورځ، د 'په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له ناورینه ډک د وتلو د څارنې کمېټې' په استماعیه غونډې کې وویل، د بایډن د ادارې له خوا په دنده کې د بې غورې له امله امریکایي اتباع او په افغانستان کې افغان امریکایي متحدان په پام کې نه دي نیول شوي، افغانې ښځې او نجونې طالبانو او د هغوی سخت دریځو قوانینو ته پرېښودل شوې.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال
د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال

هغه زیاته کړه: "د بایډن د ادارې ډېرو کسانو ویلي چې د هر احتمال لپاره پلان جوړوي، خو هغسې یې ونه کړل او پر ځای یې څلور راتلونکې میاشتې په پام کې ونه نیولې چې بلاخره پایله کې یې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې په چټکۍ سره سیمې ونیولې او د اګسټ په ۱۵ کابل ته دننه شول. موږ په دومره اسانۍ سره دغه حالت ته اماده نه وو، په خپله دنده کې د بایډن د ادارې غفلت د دې لامل شو چې نړۍ د کابل له سقوط دوه اونۍ وروسته هغه زړه بوږنونکې صحنې وګوري چې د کابل په هوايي ډګر کې وشوې."

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۲۶مې نېټې ځانمرګی برید، چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانانو ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول دا په تېرو لسو کلونو کې امریکایي سرتېرو ته تر ټولو وېرونکې او مرګونې ورځ وبلله.

امریکایي سرتېری ټایلر وارګاس اندروز، چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی و او خپل لاس، پښه او ګرده یې له لا سه ورکړه، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو کمېټې په استماعیه غونډې کې حاضر و، وویل چې له پېښې مخکې هغه او د هغه ټیم دوه ځانمرګي برید کوونکي پېژندلي وو، خو مسوولانو یې په نښه کولو د اجازې غوښتنه بې ځوابه پرېښوده.

هغه وویل: "د همغږی لپاره مې اجازه واخیستله چې ایا کولای شم په هغه باندې ډزې وکړم، قومندان په هغه وخت کې راته وویل زه نه پوهېږم او غلی شو. ما او ټیم مې بیا په پوښتنه وکړه چې څوک به دا کار تر سره کوي، ځکه دا د تاسو مسوولیت دی ښاغلیه، هغې بیا ځواب راکړ چې نه پوهېږم، خو معلوم به یې کړي او وروسته موږ ته یې هېڅ کومه نوې اطلاع رانه کړه او موږ هېڅکله خپل ځواب تر لاسه نه کړ."

جمهوري غوښتونکي په داسې حال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې کوي چې د امریکا او د طالبانو تر منځ د دوحې تړون د جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په وخت کې لاسلیک شو، چې امریکایي ځواکونو او د متحدانو ته یې د وتلو لاره هواره کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستان څخه د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي چې د هېواد په تاریخ کې یې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه امریکايي ځواکونه په دوو اونیو کې له افغانستانه په داسې شکل ووتل چې زرګونه افغان متحدان یې د کابل هوایي ډګر څخه په نظامي الوتکو کې له افغانستان انتقال کړل.

طارق فرهادي د سیاسي چارو کارپوه وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یوازې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره وو او د افغانستان پر وضعیت به هېڅ اغېز ونه لري.

خو شاه محمود میاخېل بل سیاسي او نظامي چارو کار پوه بیا په دې باور دی چې له دغو بیا ځلې څېړنو څخه به د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه ګټه واخیستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG